د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران سره د سولې مذکراتو په موخه پاکستان ته د امریکايي استازو سفر یې لغو کړی دی.
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۵) په خپل ټروت سوشل حساب کې لیکلي: «همدا شیبه مې د ایرانیانو سره د کتلو دپاره د پاکستان اسلام اباد ته د خپلو استازو سفر لغو کړ. ډیر وخت په سفر تیريږي، دا ډیر کار دی.»
ولسمشر ټرمپ په پیغام کې ویلي: «په دې برسېره د هغوی [ایران] په مشرتابه کې ډیر زیات اختلافات او ګډوډي لیدل کیږي او د هغوی په ګډون هیڅوک نه پوهیږي څوک په واک کې دی.» هغه زیاته کړې چې که ایران وغواړي خبرې وکړي، کولی شي زنګ ووهي.
ټاکل شوې وه چې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او سلاکار جریډ کوشنر له ایران سره د مذاکراتو د بل پړاو دپاره د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۵مه) اسلام اباد ته لاړ شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولاین لیویټ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او سلاکار جریډ کوشنر د ایران سره د خبرو د دوام دپاره اسلام اباد ته ولیږي.
لیویټ وویل: «ولسمشر ټرمپ د پوځي اقداماتو اختیار لري، او د اعلی قومندان په توګه هغه تل دا اختیار ساتي. خو دا وخت هیله بخښونکې ډپلوماسي دوام لري او موږ به ترهغه ځایه ورسیږو چې د ولسمشر سور خط پلی شي.»
ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې ویلي وو، ایران په پام کې لري داسې وړاندیز وکړي چې د امریکا غوښتنې پرځای کړي. هغه د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل: «هغوی د یو وړاندیز کولو په حال کې دي، وګورو چې څه پکې دي.»
بل خوا، د فاکس نیوز د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې د پاکستان د صدراعظم او نورو مشرانو سره د لیدنې لپاره د جمعې په ورځ هغه هېواد ته رسېدلی و، له اسلام اباد څخه بیرته ستون شوی دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، عراقچي هغوی ته د واشنګټن د غوښتنو په اړه د تهران ملاحظات وړاندې کړي دي. عراقچي اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې له امریکايي استازو سره د لیدنې کتنې څه ندي ویلي.
فورم \ دبحث خونه