د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه وغندل

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۳) پر سعودي عربستان باندې د حوثي وسله والو بریدونه وغندل او ویې ویل چې دغه ډله «ښايي د ایران په اشاره بیا راڅرګنده شوې» وي.

ټرمپ د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې په یو پیغام کې ایران پلوې حوثیان تورن کړل چې پر سعودي عربستان یې "په ډېر ناوړه توګه" بریدونه کړي او «په قصدي ډول هڅه کوي، ښايي د امریکا د ټاکنو په درشل کې، د تېلو بیې لوړې کړي، چې دا ښه کار نه دی.»

حوثي وسله والو په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۹ کسان پکې وژل شوي، چې یو امریکايي وګړی هم پکې شامل دی.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «حوثیان ډېر بد چلند کوي. ښه کار نه کوي.» نوموړي دا څرګندونې ددې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا امریکا به د دغو بریدونو په اړه کوم غبرګون وښيي که نه.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې «حوثیان ډېر بد عمل کوي»، خو په دې اړه یې نور جزئیات ور نکړل چې امریکا به کوم احتمالي اقدام وکړي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ترکیې څخه یې غوښتي چې د حوثیانو پر ضد په احتمالي عملیاتو کې برخه واخلي، ټرمپ وویل: «کېدای شي دا کار وکړم. ولسمشر اردوغان زما ښه ملګری دی. زه ورته ډېر درناوی لرم.»

متحدو ایالتونو تېر کال د مارچ په میاشت کې د حوثیانو پر ضد یو لړ بریدونه وروسته له هغه ترسره کړل چې دغې ډلې امریکايي سوداګریزې او پوځي بېړۍ په نښه کړې. پر حوثیانو د امریکا بریدونه وروسته له هغه ودرېدل چې د عمان په منځګړیتوب اوربند وشو.

ټرمپ په خپل پیغام کې د حوثیانو او امریکا ترمنځ پخواني تقابل ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: "حوثیان ډېر بد چلند کوي. ما فکر کاوه چې تېر کال یې درس اخیستی، کله چې موږ ورباندې سخت بمبار وکړ او بیا د هغوی په غوښتنه بمباري ودروله. »

هغه زیاته کړه: «دوی د اوږدې مودې لپاره چوپ وو، خو اوس بیا راڅرګند شوي، او ښايي دا د ایران په اشاره وي.»

د امریکا ولسمشر وویل چې حوثیان پر سعودي عربستان باندې بریدونه کوي څو د کانګرس د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د تېلو پر بیو منفي اغېز وکړي.

ټرمپ په خپل پیغام کې وویل: «یو څوک باید هغوی ته تشریح کړي چې زه په دغو ټاکنو کې نوماند نه یم؛ ما لا دمخه په لوی اکثریت بریا ترلاسه کړې ده. خو له ټاکنو وروسته به هم دلته یم، او زه به دا هېڅکله هېر نه کړم.»

متحدو ایالتونو له حوثیانو غوښتي چې پر سعودي عربستان او یمن په حکومت، چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوی، خپل بریدونه ودروي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG