د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې کې وینا کوي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۲) د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي.

د ملګرو ملتونو ۸۱مه کلنۍ عمومي غونډه چې د ملګرو ملتونو د سازمان عمده او پالیسي جوړوونکی ارګان دی، په نیویارک ښار کې ددغه سازمان په مرکز کې پرانیستل کیږي.

په دې غونډې کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ۱۹۳ غړو هېوادونو مشران او استازي برخه اخلي.

غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش او بنګلدیشي ډیپلومات خلیل الرحمن لخوا پرانیستل کیږي. خلیل الرحمن د سږکال د عمومي غونډې مشر ټاکل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ د واشنګټن پر وخت سهار د ملګرو ملتونو عمومې غونډې ته له وینا وروسته، په حاشیوي غونډو کې د بریتانیا او جاپان له مشرانو سره ګوري.

ددې برسېره، تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو د عمومې غونډې په فرعي غونډو کې له ډنمارک او ګرینلنډ سره د واشنګټن یو نوی امنیتي تړون هم لاسلیک شي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د نړۍ د سولې او امنیت، پراختیايي چارو، بشري حقونو، کډوالۍ او بشري ناورینونو په څېر مهمو نړیوالو موضوعاتو باندې بحث کیږي.

د سږکال د غونډې موضوع «د باور بیا رغول، د بدلون مدیریت: داسې ملګري ملتونه چې د ټولو لپاره پایلې لري» ټاکل شوې ده.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG