د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران اسلامپاله مشران د 'خبرو غوښته' لري

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا یوې خبري وېبپاڼې ته ویلي چې د ایران اسلامپاله واکمنان غواړي له ده سره خبرې اترې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د ایراني رژیم لخوا د هغه هېواد په کچه د پاڅون پر وړاندې د سختو ځپلو په غبرګون کې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور زیاتوي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ له (اکسیوس) سره په مرکې کې د ایراني رژیم په اړه وویل: «هغوی غواړي یوه معامله وکړي. زه پوهېږم. هغویڅو ځلي اړیکه نیولې ده. هغوی غواړي خبرې وکړي.»

ټرمپ ایران ته څېرمه د امریکا پوځي حضور پیاوړی کړی، د (USS Abraham Lincoln) په نوم اټومي ځواک لرونکې او الوتکه لېږدونکې بېړۍ او ددې لویې بیړۍ ضربتي ډله یې په سیمه کې ځای پر ځای کړه.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې دا جنګي بېړۍ د چین جنوبي سمندر کې خپلې پخوانۍ دندې له پای ته رسولو وروسته سیمې ته رسېدلې دي.

ټرمپ د «اکسیوس» په مرکې کې وویل: «موږ د ایران ترڅنګ یو لوی سمندري ځواک لرو. له وینزویلا هم لوی.» د وینزویلا په اړه دلته د هغه یادونه هغو امریکايي جنګي بېړیو ته اشاره وه چې هغه د همدې میاشتې په پیل کې د وینزویلا له سواحلو سره نږدې د پوځي عملیاتو نه د مخه ځای پر ځای شوې وې. دا هماغه عملیات و چې په پایله کې یې د هغه هېواد دیکتاتور نیکولاس مادورو ونیول شو او له واکه لرې کړای شو.

سپینې ماڼۍ سمدستي پدې اړه د امریکاغږ پوښتنې ته ځواب ورنه کړ چې د ټرمپ حکومت د ایراني رژیم له خوا د مذاکراتو غوښتنو ته څنګه ځواب ویلي. دا په داسې حال کې ده چې دا رژیم د امریکا له خوا د پوځي ځواک د ځای پر ځای کېدو له امله د فشار سره مخ دی.

په سیمه کې د امریکا د پوځي وړتیاوو د ښودلو په موخه یوه بل ګام کې، د امریکا د هوايي ځواک د مرکزي قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ د یوه بیان په ترڅ کې وویل چې دوی به « د چمتووالي څو ورځنۍ ازموینې» ترسره کړي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مسؤلیت په ساحه کې د هغه جنګي هوايي ځواک د ځای پر ځای کولو، خپرولو او دوام وړتیا په ډاګه کړي چې د منځنی ختیځ دا سیمه رانغاړي.

ټرمپ په وار وار ایراني رژیم ته خبرداری ورکړی چې د زرګونو معترضینو ډله‌ییزې وژنې ودروي، هغه معترضین چې د ډسمبر په ۲۸مه د ټول هیواد په پیل شوي پاڅون کې یې ګډون کړی و. معترضینو د څو لسیزو مستبدې مذهبي واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتنه کوله.

ولسمشر همدارنګه ویلي چې د هغه خبرداریو پر رژیم فشار راوړی او د سلګونو نورو معترضینو د پلان شویو اعدامونو مخه یې نیولې ده.

ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیالې، ټامي بروس، د دوشنبې په ورځ د دې سازمان د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د ټرمپ حکومت د ایران په وړاندې د هغو بندیزونو د «بشپړ پلي کېدو» لپاره فشار راوړي چې دغې شورا تېر کال بېرته نافذ کړي وو. دغه بندیزونه د ایران د وسلو د خپرېدو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره لګول شوي دي.

بروس همدارنګه وویل چې ایراني رژیم «له لسیزو راهیسې د تاوتریخوالي او ګواښونو له لارې نړیواله سوله او امنیت ګواښ سره مخ کړې ده.»

هغې وویل: «د دې پر ځای چې دا رژیم د ایران د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کړي، پیسې د ترهګرو جېبونو ته اچوي او خپل اټومي او توغندیز پروګرامونه تمویلوي؛ او موږ لیدلي چې د ایران د خلکو زغم نور ختم شوی دی.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG