د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوشنبه سپټمبر ۲۱ د نیویارک د ښاروال زهران ممداني سره په ګډ خبري کنفرانس کې د ایران پر ضد د خپل حکومت د جګړې ننګه وکړله او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د ایران رژیم به اټومي وسلې تر لاسه نکړي.
ښاغلي ټرمپ په خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران رژیم په " ډیر بد حالت" کې دی او زیاته یې کړه چې د سه شنبې په ورځ به د دې موضوع په هکله د خبرو لپاره یو لړ غونډې ولري.
جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د وینا کولو او د یو نړۍ یو شمیر هیوادونو د مشرانو سره د ملاقاتونو لپاره د نیویارک ښار ته تللی. ټاکل شوې چې د ایران او اوکراین جګړې به د ښاغلي ټرمپ د ملاقاتونو مهمه برخه وي.
ښاغلي ټرمپ د نیویارک د ښاروال زهران ممداني سره په ملاقات کې هغه غوره ښاروال وباله.
ټرمپ وویل، "زه یقیناً هیله لرم چې هغه به غوره ښاروال وي. تاسو باید پوه شئ، زه هغه څه غواړم چې د نیویارک لپاره غوره وي. هغه څه غواړم چې د هیواد لپاره غوره وي. که ما دا اختیار درلودی چې هغه بد یا ناوړه ښاروال کړم، دا زه نغواړم. زه غواړم چې هغه غوره ښاروال وي او دی یقیناً ښه استعداد لري".
د زهران ممداني سربیره، جمهور رئیس ټرمپ تیره ورځ په نیویارک کې د فرانسې د جمهور رئیس امانیول مکرون سره وکتل. دواړو مشرانو د انرژۍ په سکتور باندې د روسیې او اوکراین د بریدونو په کموالي او د اوکراین د دفاعي چارو په پیاوړي کیدو خبرې وکړلې.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنت هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران د هوايي شرکتونو ټول نړیوال فعالیتونه به د سپټمبر له ۲۲مې څخه ودرول شي.
هغه خبرداری ورکړ چې هغه بهرني شرکتونه چې د ایران هوايي شرکتونو ته خدمات وړاندې کوي، ښايي د امریکا له ثانوي بندیزونو سره مخ شي او ډالري مالي سیستم ته د لاسرسي حق له لاسه ورکړي.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې پر CNN او یو شمېر نورو رسنیو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه رسنۍ د هغه د حکومت په اړه، حتی هغه مهال چې جګړه په ښه توګه پر مخ ځي، هېڅ مثبت راپور نه خپروي.
ټرمپ په دې وروستیو کې د «جعلي خبرونو» د خپرولو په تور د CNN، MSNBC او پولیټیکو خبریالانو او کارکوونکو ته د سپینې ماڼۍ د ننوتلو اجازه بنده کړې ده.
هغه پر «ټروټ سوشل» لیکلي: «ویاړم چې اعلان کوم، له همدې شېبې څخه د پرلهپسې "جعلي خبرونو" د خپرولو له امله د CNN، MSNBC او پولیټیکو د جعلي خبرونو لپاره سپینې ماڼۍ ته ننوتل منع کوم!»
ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.
فورم \ دبحث خونه