په داسې حال کې چې ولسمشر دونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته نوي پوځي تجهیزات انتقال کړي، وايي چې په وروستیو ورځو کې یې ایران ته دوې غوښتنې انتقال کړې: د اتومي وسلو د لرلو هیله پرېږدئ او د هغو مظاهره چیانو وژل بند کړئ چې د استبدادي رژیم ختمېدل غواړي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ-کېنېدي په مرکز کې له خبریالانو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې. ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په وروستیو ورځو کې یې د ایران له رژیم سره کومې خبرې کړې او یا د خبرو پلان لري؟ وویل: « هو، [خبرې] مې درلودې او پلان يې هم لرم.» ټرمپ په دغو خبرو کې د ایران له رژیم څخه د خپلو غوښتنو په اړه وویل: «لومړی غوښتنه، اتوم نه شته. دویمه، د مظاهره چیانو وژل ودروئ. هغوی زرګونه مظاهره چیان وژلي. ما دوې اونۍ مخکې ۸۳۷ اعدامونه ودرول، خو هغوی به یې ځینې وکړي.»
یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشېل حساب کې ولیکل چې ایران ته یې نژدې اوبو ته لویه پوځي بېړۍ استولې او خبرداری یې ورکړ که ایران د متحدو ایالتونو د غوښتنو په اړه په یوې معاملې خبرې ونه کړې، دا بېړۍ چمتو ده په رژیم باندې برید وکړي. دUSS Abraham Lincoln الوتکې لېږدوونکې بېړۍ د دغې بېړۍ لارښوونه کوي.
داسرائیل رسنۍ د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو په حواله لیکلي دي چې د متحدو ایالتونو د USS Delbert D. Black په نوم یوه میزایل ویجاړوونکې بېړۍ هم د جمعې په ورځ د اسرائیل په جنوبي بندر ایلات کې لنګر اچولی دی.
رسنۍ وايي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي د دغې بېړۍ راتګ له مخکې پلان شوی و.
په یو بل پرمختګ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې د هغه اعلان هرکلی کړی دی چې غواړي د ایران د انقلابي ګارد ځواک د یو ترهګر سازمان په توګه وپېژني. متحدو ایالتونو په ۲۰۱۹ کال کې د ترهګرۍ د ترویج او حمایت له کبله دا ځواک د ترهګرسازمان په توګه وپېژنده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل فارسي ایکس حساب کې لیکلي چې د اروپايي ټولنې دا پرېکړه «د ایران سره د حساب او کتاب لپاره د نړیوالو هڅو لا غښتلي کول او په کور دننه او بهر د ایران د ویجاړوونکو اعمالو مخ نیول» دي.
په ایران باندې د فشار راوړلو په یو بل اقدام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې وزیر مارکو روبیو «همدا اونۍ یو بل اقدام وکړ، چې په امریکا کې د ایراني لوړ پوړو مقاماتو او د هغوی د کورنیو د غړو د اوسېدو امتیازلغوه» کړ. وزارت وايي هغو مقاماتو ته چې «د ایراني رژیم د ظالمانه ځپنې څخه ګټه اخلي، زموږ د مهاجرت له سیستم څخه د ګټې اخیستو لپاره ورته ښه راغلاست نه ویل» کېږي.
په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ټامي پیګاټ په د مظاهره چیانو د ځپلو په اړه د ایران په رژیم باندې د بندیزونو په اړه په یو بیان کې ویلي. هغه ویلي دي: «نن متحده ایالتونه په هغو ایراني مقاماتو باندې بندیزونه لګوي، چې په دې وروستیو کې د خپلو خلکو د ظالمانه ځپنې مسول دي.» په بیان کې ویل شوي: «موږ په هغو شپږو ایراني مقاماتو، چې د ایران د وسله والو ځواکونو له لوري په تاوتریخجن ډول د مظاهره چیانو ظالمانه ځپل څاري او یو ایراني پانګوال چې د ایران له خلکو څخه یې میلیاردونه اختلاس کړي،» بندیز لګوو.
نوموړي ویلي: «په داسې حال کې چې د ایران خلک د کړکیچن اقتصادي مدیریت په ضد له ۴۷ کلونو راهېسې مظاهرې کوي، رژیم په بهر کې ترهګرې ملېشې او د ایرانیانو د ورځنیو ضرورتونو په ځای خپل پراخ وسله وال پروګرام حمایت کوي.»
په اعلامیې کې ویل شوي دي چې متحده ایالتونه د فاسد رژیم په ضد د ایران د خلکو د مظاهرو ننګه کوي او د ایران د رژیم په ضد به حد اکثر فشار راوړل روان ساتي.
فورم \ دبحث خونه