د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د مهاجرینو په مسلې ډیموکراټانو سره موافقی نه نږدی شوی یم


د امریکا جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل په کانگریس کې د ډیموکراټ گوند د مشرانو سره د هغو غیرقانې مهاجرینو چې د ماشومتوب په وخت کې امریکا ته راوړل شوی دی، یو جوړ جاړي ته نږدې شوی.

د جمهور رئیس ټرمپ دې خبرې د جمهوري غوښتونکي گوند مشران حیران کړي او دغه راز خپل محافظه کاره ملاتړی ېې بیا په غوصه کړیدي.

ټرمپ ویلي دي چې په هر ډول موافقې باید خامخا د سرحد د امنیت د ټینگولو اقدامات یعنې د سرحد څارنه دې هم پکښې شامله وي.

خو هغه زیاته کړه چې د ډیمو کراټانو سره په دې موافقې کې به د امریکا او د مکسیکو ترمنځ په سرحد د پلان شویي دیوال د جوړولو دپاره د پیسو ورکول نه وی شامل. ټرمپ د ٢٠١٦ کال د انتخاباتې کمپاین پر مهال ددی دیوال د جوړولو ژمنه کړی وه.

جمهور رئیس ټرمپ د هغو شاه خوا اته سوه زره غیر قانوني مهاجرینو په اړه یوې موافقي ته د رسیدو دپاره په سنا کې د ډیمو کراټ ګوند د لوړ پوړي غړي چک شومر او د استازو په مجلس کې ډ یموکراټ د گوند لوړ پوړې غړې میرمن نینسی پلوسی سره چې سپنې ماڼۍ ته ورغلي و د چهار شنبې په شپه ولیدل، او دهغو سره یې د دې موافقې په هکله معلومات شریک کړل.

جمهور رئیس ټرمپ د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د غونډې ګډون کوونکي خوښ‌و.

XS
SM
MD
LG