د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د امریکا له پوځي عملیاتو مخکې ایران یوازې دوې اونۍ د اتومي وسلو جوړولو ته نږدې و، خو متحدو ایالتونو دا امکان ترې واخیست.
ولسمشر ټرمپ له سټیفن اې سمېت سره په مرکې کې د ایران پر وړاندې د امریکا د بریدونو په اړه وویل: «زما په باور، ډېر زیات احتمال موجود و چې هغوی (ایران) به له دې وسلې څخه کار اخیستی وای او ټول منځنی ختیځ به یې له منځه وړی وای، او ان له هغه څخه به هم وړاندې تللي وای.»
ډونالډ ټرمپ په دې مرکه کې ایران د «شیطان امپراتوري» وبلله او ویې ویل چې ایران به هېڅکله اتومي وسلې ونه لري.
هغه د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي اقدام څخه دفاع وکړه او ویې ویل، که څه هم د جګړې له سیاسي پایلو خبر و، خو له دې اقدام پرته یې بله لار نه درلوده. ولسمشر ټرمپ هیله څرګنده کړه چې پرېکړه به یې په تاریخ کې د یوې سترې پرېکړې په توګه ثبت شي.
ولسمشر ټرمپ د ایران د جګړې پر خپل سیاسي وضعیت د اغېزو په اړه وویل: « چې ټاکنې رانږدې وي، جګړې تل ډېرې ستونزمنې وي، خو زه مجبور وم چې دا کار وکړم.»
د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ جمهوري غوښتونکي ګوند د کانګرس د دواړو مجلسونو کنټرول له لاسه ورکړ او ډیموکراټانو اکثریت ترلاسه کړ.
له دې سره سره، ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران پر وړاندې پوځي اقدام باید د امریکا پخوانیو ولسمشرانو څو کاله وړاندې ترسره کړی وای.
فورم \ دبحث خونه