د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د متحدو ایالتونو او اسرائیل د بریدونو نه لس ورځې پس ویلي چې امریکا د ایران ترهګر رژیم "ځپي." څو د هغوي پوځي ګواښونه له منځه یوسي. ولسمشر ویلي "تر هغو چې دښمن په بشپړه توګه او قطعاً ماتې ونه خوري، دوي نه په شا کېږي."
د فلوريډا ایالت په میامي ښار کې د دوشنبې په ورځ [د مارچ نهمه] د جمهوري غوښتونکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ټرمپ وویل چې "متحده ایالتونه په کلکه د تخنیکي مهارتونو او پوځي قوت په ښکاره کولو سره دښمن ځپي."
ولسمشر وویل چې "د ایران د ډرون او توغندیو قابلیتونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي. سمندري ځواک یي له منځه تللی او د ۴۶ کښتیو سره د سمندر په تل کې پریوتی دی."
ټرمپ وویل چې "د ایران ترهګر رهبران تللي دي او یا هم د تللو تر مودې پورې دقیقې شماري."
ولسمشر ټرمپ د رژيم د ستر رهبر علي خامنه وژلو ته چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا په مشرۍ په عملیاتو کې په نښه شو او ورپسې د رژیم لسګونه نور چارواکي او قوماندانان ووژل شول، اشاره وکړه ویې ویل: "فکر وکړئ. موږ [د رژیم] رهبران لرل چې لاړل. ورپسې نور مشران راغلل او هغوي هم پسې ولاړل او اوس هېڅوک نه پوهېږي کوم خلک دي چې د هېواد رهبري به وکړي."
ولسمشر ټرمپ په میامي ښار کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې د متحدو ایالتونو او اسرائیل ګډو بریدونو "د پوځي هدفونو د بشپړولو په لوري لوی پرمختګونه کړي دي."
ولسمشر وویل چې ګډو ځواکونو د رژیم ۵۰۰۰ هدفونه په نښه کړي دي چې پدې کې د ۵۱ کښتیو په شمول د سمندري ځواک لویه برخه په نښه شوې ده. ولسمشر ټرمپ همدارنګه وویل چې ګډو ځواکونو د دوشنبې په ورځ د رژیم د ډرونونو په تولیدي کارخانو هم بریدونه پيل کړي دي.
ټرمپ وویل چې په عملیاتو کې "ځينې مهم هدفونه راتلونکې ته پرېښودل شوي دي." ده زیاته کړه چې دغه هدفونه د ایران د برېښتا تولید او "ډیرو ڼورو شیانو" پورې اړه مومي چې که متحده ایالات یي له منځه یوسي، بیارغول یي کلونه وخت نیسي.
ولسمشر دارنګه خبریالانو ته په ډاګه کړه چې دی د ایراني رژیم لخوا د نوي رهبر په توګه د خامنه یي د زوی مجتبی د ټاکل کېدو نه "ناهیلی" شوی دی. ټرمپ زیاته کړه: "موږ فکر کوو چې دا مسله به هېواد ته ورته نورې ستونزې وزېږوي." ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایراني رژیم په انتخاب ناهیلی شوی دی.
د امریکا رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ولسمشر ټرمپ د ایراني رژیم لخوا د نوي رهبر په توګه د علي خامنه يي د زوی، مجتبی خامنه يي د ټاکل کېدو له کبله نارضایتي ښودلې ده. رسنیو د ټرمپ د مرکو په حواله لیکلي چې دی "خوښ ندی" او دغه ټاکنه یوه "لویه تېروتنه" بولي.
د ایران دولتي رسنۍ ویلي چې د رژیم د خبره ګانو شورا د یکشنبې په ورځ مجتبی خامنه یي د نوي ستر رهبر په توګه ټاکلی دی.
په ایران کې بیا د رژیم مخالفانو د ټولنیزو رسنیو په ویډیوګانو کې چې د امریکاغږ فارسي څانګه یې معتبرې ګڼي، د نوي رهبر په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړې ده.
په یوې ویډیو کې د یکشنبې په شپه د تهران د یوې برخې اوسېدونکي د "مرګ په مجتبي" نارې وهي داسې چې غږ یې ورڅېرمه استوګنځایونو کې انګازې کوي.
ایران ته خبرداری
د ایران دولتي ټلوېزیون روانې شخړې ته په اشارې د دوشنبې په ورځ مجتبی خامنه يي ته د رمضان جګړې د "جانباز" خطاب کړی دی. د امریکا غږ د فارسي څانګې په حواله، د جانباز کلمه د هغه جنګي سرتیري معني ورکوي چې په جګړه کې ټپي شوی وي او دا ښايي چې مجتبي خامنه يي شاید د متحدو ایالتونو او اسرائیل په بریدونو کې ټپي شوي وي.
سپینې ماڼۍ هم د دوشنبې په ورځ د اېکس په پاڼه کې ایران ته خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي چې: "دغه رژيم به ډير ژر پوه شي چې هېڅوک باید د امریکا د متحدو ایالاتو د وسله والو ځواکونو زور او ځواک ونه ګواښي.
نورو امریکايي چارواکو هم د امریکا په مشرۍ د برید د پرمختګونو په اړه څرګندونې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې متحده ایالات د ایراني رژيم د انتحاري ډرونونو او توغندیو د وړتیاوو د له منځه وړلو لپاره " خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې ښه درومي".
د سي بي اېس خبري شبکې لخوا د جمعې په ورځ ثبت شوې او د یکشنبې په ورځ خپره شوې مرکه کې د امریکا د جنګ وزیر پېټ هېګسېت ویلي چې د ایران رژیم "د متعارفو توغندیو تر چتر لاندې چې هره ورځ یې تولید زیاتېده هڅه کوله چې خپلې شومې اټومي موخې پټې وساتي."
هېګسېټ ویلي چې "موږ به یقیني کړو چې د هغوي اټومي موخې هېڅکله ترلاسه نشي."
هېګسېټ پدې اړه چې روان برید به تر کله دوام مومي او آیا د متحدو ایالاتو ځمکني ځواکونه به هم برخه په کې واخلي، د توضیحاتو د ورکولو نه ډډه وکړه.
ده زیاته کړه، " په عملیاتو کې د خپلو حدودو په اړه دښمن ته خبره نه کوو، رسنیو ته او هېچاته نه وایو. تر هغه ځایه چې لازمه وي موږ حاضر یو چې مخکې لاړ شو څو بریالي شو."
همدارنګه، د متحدو ایالاتو پوځ د دوشنبې په ورځ د حماسي غضب د عملیاتو په لړ کې د خپل اووم وژل شوي سرتيري هویت په ډاګه کړ.
چارواکو ویلي چې د کنټکي ایالت نه شپږ ویشت کلن بنیامین پننګټون د یکشنبې په ورځ ساه ورکړه. دی د مارچ په لومړۍ نېټه په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان په هوايي اډه کې د ایراني رژیم په برید کې ټپي شو او وروسته د همدغو ټپونو له کبله مړ شو. په همدغه ورځ په کوېټ کې هم د رژیم په بریدونو کې شپږ امریکايي سرتیري وژل شوي وو.
ولسمشر پخپل خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې ده دوه ورځې مخکې د ډېلاویر ایالت په ډوور کې د شپږو وژل شویو امریکايي سرتیرو له کورنیو سره لیدلي دي چېرې چې ددغو سرتېرو جنازې په پرتمینه توګه انتقال شول.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: "هغوي عالي خلک و خو یو یوه مشترکه وجه یې لرله. هغوي ماته یو څه وویل او هر یو یې وویل، صاحبه کار ورختم کړه. نور به تاسو ته څه نه وایم."
د اسرائیل دفاعي ځواکونو د دوشنبې په ورځ ویلي چې اسرائیلي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په تهران، اصفهان او د ایران په جنوب کې څو پرله پسې بریدونه کړي دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو زیاته کړې چې په عملیاتو کې د ایران شپږ ستر پوځي هوايي اډې په نښه شوي چې پکې د سپاه پاسداران د قدس څانګې الوتکې او د ایران جنګي چورلکې له منځه تللې دي. چارواکو ویلي چې بدل هدف د سپاه پاسداران یوه قوماندانۍ وه چې له هغه ځایه د ډرون بریدونه کېدل.
همدارنګه، ایراني رژيم په اسرائیل د دوشنبې په ورځ څو راکټي حملې وکړې. د اسرائیل د رسنیو په حواله، د کلستر بم د لګېدو له کبله د یاهود په مرکزي ښار کې یو سړی وژل شوی دی.
د مارچ له څلورمې نېټې راپدې خوا، ایران د دویم ځل لپاره د ترکیې په لوري راکټونه توغولي دي چې په ختیخې مدیترانې کې د ناټو دفاعي سیسټمونو په کامیابۍ دغه توغندي خنثي کړي دي.
د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې د توغندي ځینې ټوټې د کومو تلفاتو د اړولو نه پرته، د غازینتيپ د ښار په یوه متروکه سیمه کې لوېدلي دي. د مارچ په څلورمه د تېر ځل په برید کې د دفاع وزارت ویلي چې د دافع هوا هاوان ځینې ټوټې د هاتايي په ولایت کې پرېوتې وې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ ملت ته د وینا پر مهال راکټي بریدونو ته اشاره وکړه وېې ویل چې "دا ډېر زیات غلط او پارونکي اقدامات دي چې د ترکیې او ایران ملګرتیا به زیانمنه کړي."
متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر هم د دوشنبې په ورخ په خپلې خاورې باندې د ایران د راکټي بریدونو خبر ورکړی دی چې ګڼ شمېر یې خنثي شوي دي. د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه کوم خبر ندی ورکړل شوی.
فورم \ دبحث خونه