د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (جون څلورمه) په سپینه ماڼۍ کې وویل چې واشنګټن به له ایران سره په جګړه کې بریالی شي.
نوموړي چې له خبریالانو سره یې خبرې کولې د ایران د جګړې په اړه وویل،" زما په اند موږ ډېر ښه پرمخ ځو، خو وبه ګورو. موږ به په یو نه یو ډول وګټو، یا به یې د کاغد پرمخ وګټو او یا به په پوځي توګه. په یو نه یو ډول، دا به یا پوځي وي او یا د کاغذ پر مخ."
ولسمشر ټرمپ اټومي وسلو ته د ایران د نه لاسرسي او د هرمز تنګي د خلاصیدو په شان په خپلو غوښتنو بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې متحدو ایالتونو د ایران په تړاو غوره کار کړیدی.
هغه وویل، " د هوکړې اصلي برخې دادې چې هغوی اټومي وسلې نشي لرلی. د هرمز تنګی باید دفعتا خلاص شي، او موږ تر ډیره ماینونه پاک کړي دي. "
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ایران په وړاندې د بریا خبره کوي چې د متحدو ایالتونو استازو مجلس د چهار شنبې په ورځ له ایران سره د جګړې د پای ته رسیدو پریکړه لیک تصویب کړ.
ولسمشر ټرمپ د استازو د مجلس اقدام وروسته د تروت سوشل په یوه پیغام کې وویل چې څلورو بدو جمهوري غوښتونکو او ټولو دیموکراتانو له ایران سره د جګړې د پای ته رسیدو په درشل کې د هغه د جنګي اختیاراتو د محدودیدو لپاره رایه ورکړه.
ولسمشر ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د اسرائیل او حزب الله په اړه هم وغږید. نوموړي وویل چې د اسرائیل له صدراعظم او د حزب الله له چارواکو سره تر خبرو وروسته دواړه لوري د جګړې د پای ته رسیدو لپاره ښه پرمختګ کوي.
ولسمشر ټرمپ وویل: "فکر کوم چې پرمختګ شوی دی. دا له ډېرې مودې راهیسې روانه ده. تاسو پوهېږئ، کله چې تاسو ورته ګورئ، کلونه کلونه، ۴۸ کاله. ما وویل، ښه، راځئ چې دا حل کړو. دا له څومره وخته روانه ده؟ ۴۸ کاله. ما وویل، دا ډېر اوږد وخت دی. "
اسرائیل او لبنان د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب په واشنګټن ډي سي کې تر یو لړ خبرو اترو وروسته، د چهار شنبې په ورځ (جون دریمه) د اوربند په پلي کیدو هوکړه وکړه. خو له دې هوکړې وروسته د حزب الله ترهګرې ډلې د لنبان او اسرائیل ترمنځ اوربند رد کړ .
د حزب الله مشر نعیم قاسم تر هغه وخته چې اشغال وي، مقاومت به هم روان وي. اسرائیلو هم ویلي دي چې د لبنان په جنوب کې به د ترهګرو د بنسټونو د له منځه وړلو لپاره خپلو ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکړي.
فورم \ دبحث خونه