د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د عراق څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا لپاره غوره ورځ ده

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د عراق څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا لپاره "بریا" وبلله او په عین وخت کې یې په عراق باندې د امریکا د یرغل کولو په پریکړې انتقادونه وکړل.

ښاغلي ټرمپ چارشنبه سپټمبر ۳۰ په عراق کې د امریکایي ځواکونو ماموریت پای ته رسیدو په مناسبت په ټروت سوشل کې لیکلي چې دا نه یوازې د امریکا بلکې د عراق لپاره بری دی.

جمهور رئيس ټرمپ لیکلي، " نن خوښ یم چې اعلانوم چې د عراق څخه وروستي امریکایي ځواکونه اوځي. ډیر وخت وشو. ډیره بده پریکړه وه چې مونږ یې په لومړي سر کې پدې ناورین کې ورګډ کړو خو ډیر ژر به دا تاریخ یوه برخه شي".


متحده ایالاتو په ۲۰۰۳ کال کې د پخواني جمهور رئيس جورج ډبلیو بوش په دورې کې په عراق یرغل وکړ. د هغه وخت حکومت شک درلود چې د عراق پخوانی دیکتاتور صدام حسین د ډیرې تباهۍ وسلي لري او دا وسلې یې د نړیوال امنیت لپاره ګواښ بللی و خو وروسته په پلټنو کې دا ډول وسلې په عراق کې ونه موندل شوې.

امریکایي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې له عراق ووتل خو په ۲۰۱۴ کال چې هلته د اسلامي دولت یا داعش ډلې سر راپورته کړ، د وخت جمهور رئیس براک اوباما یو ځل بیا هلته سرتیري واستول.

جمهور رئیس ټرمپ د عراق څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا لپاره بریا او غوره ورځ وبلله.

ښاغلي ټرمپ په ټروت سوشل کې لیکلي چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو شتون پای ته رسیدل د" دوزخ ته د یوه ګران سفر پای دی".
جمهور رئیس ټرمپ لیکلي، " ما اختیار درلود چې پاتې شم یا ووځم او احساس مې وکړ چې بې له شکه د دې وخت و چې امریکا بیرته کور ته ستنه شي".

ټرمپ همدارنګه ویلي چې امریکایي ځواکونه عراق ته د "خلافت" پر ضد د جګړې لپاره تللي و خو په وینا یې چې خلافت نشته نو د امریکایي ځواکونو پاتې کیدو ته هم اړتیا نشته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG