د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي ښځو د روغتیا ښه کول؛ ولسمشر ټرمپ نوي اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن دوشنبه (اکتوبر۱۹) د امریکایي میرمنو د روغتیا د ښه والي لپاره یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، چې عنوان یې «د ژوند په ټولو پړاوونو کې د پایلو د ښه کولو لپاره د ښځو د روغتیا ښه کول» دي.

ولسمشر ټرمپ دا فرمان په سپینې ماڼۍ کې په هغو ځانګړو مراسمو کې لاسلیک کړ چې میرمن یې میلانیا ټرمپ هم په کې وه.

د ولسمشر دغه نوی اجرائیوي فرمان د متحدو ایالتونو د روغتیا او بشري سرچېنو له وزارت څخه غواړي چې د علمي څېړنو د تقویې، د روغتیايي لاس ته راوړنو د بهیر چټک کولو او د امریکايي نجونو او ښځو د روغتیا د ښه کولو لپاره په دریو میاشتو کې د روغتیا په ملي انستیتیوت کې د ښځو د روغتیا څانګه جوړه کړي.

په دې پلان کې د روغتیا په ملي انستیتیوت کې د یوې ځانګړې څانګې جوړول او د سپینې ماڼۍ د کاري ځواک جوړول هم شامل دي چې موخه یې د طبي څیړنې پراخول او د ښځو لپاره د روغتیا خدماتو ښه کول دي.

په دې اړه د سپينې ماڼې په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې «دا روغتیایي کاري ځواک به د ښځو د روغتیا د ښه کولو لپاره فدرالي هڅې همغږي کړي، چې د ماشومتوب او ځوانۍ له پړاوونو څخه پیل، د زیږون د کلونو، منځني عمر، د حیض او تر سالم زړښت پورې مودې» په کې شاملې دي.

دا صحي ابتکار د ښځو د روغتیا په مختلفو اړخونو لکه د مور روغتیا، رواني روغتیا، د زړه ناروغۍ او دا ډول نورو ناروغیو په معالجې باندې تمرکز کوي. او یوه بله مهمه برخه یې د طبي څیړنې ګړندۍ کولو، د ناروغیو تشخیص او نوې درملنې جوړول او په دې لارو چارو کې د نوې تکنالوژۍ او زبر ځیرکتیا کارول شامل دي.

د ولسمشر میرمن میلانیا ټرمپ په دې برخې کې مخکښ رول لوبولی دی. هغې دا کار د امریکايي ښځو د روغتیا د ښه والي په برخه کې یو تحول یاد کړ او ویې ویل چې دا فرمان به په متحدو ایالتونو کې د ښځو د وضعیت د لا ښه والي په اوه نوی معیار وټاکي.

نوموړې ویلي دي چې د ښځو د کارځواک لومړنۍ غونډه به د دوشنبې په ورځ وشي. هغې د دغې کاري ډلې له غړو څخه وغوښتل چې په خپلو چارو کې د ښځو او نجونو د صحت د ښه والي په اړه د هغې د ابتکار لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.

ولسمشر ټرمپ د مراسمو په یوه بله برخه کې خپله میرمنه وستایله او زیاته یې کړه چې میلانیا سخت کار کوي او په لنډ وخت کې یې ډیر څه ترلاسه کړي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG