د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: پوتین له ایران سره په اتومي تړون کې مرسته کولای شي


ولسمشر ټرمپ له پوتین سره په تیلیفون کې خبرې کړې
ولسمشر ټرمپ له پوتین سره په تیلیفون کې خبرې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران باید ژر تر ژره پریکړه وکړي چې ایا د بندیزونو د کمولو په بدل کې د اټومي فعالیتونو د بندولو لپاره د امریکا وړاندیز ومني او که نه.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ خپلې ټولنیزې رسنۍ "ټروت سوشل" کې ولیکل چې هغه د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په یوه وروستۍ تلیفوني اړیکه کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هغه باور لري چې پوتین ورسره موافق دی چې تهران نه شي کولی اټومي وسلې ولري.

امریکایي مرکچیانو د اپریل میاشتې راهیسې د عمان په منځګړیتوب له ایران سره پنځه پړاوه خبرې اترې کړې دي، چې موخه یې د تهران د وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره یوې موافقې ته رسیدل دي، خو هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

ټرمپ لیکلي: "ولسمشر پوتین وړاندیز وکړ چې هغه به له ایران سره په خبرو اترو کې برخه واخلي او ممکن وکولی شي دا موضوع په چټکۍ سره پای ته ورسوي. زه باور لرم چې ایران د دې خورا مهمې مسلې په اړه د پریکړې کولو لپاره ډیر سوکه و، او موږ به ډیر ژر یو قطعي ځواب ته اړتیا ولرو!".

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ، د هغه خپاره شوي پلان په اړه پوښتنو ته په ځواب کې چې ایران ته به د یورانیمو د "ټیټې کچې د غني کولو " اجازه ورکړي، وویل چې متحده ایالات به د رسنیو له لارې خبرې اترې ونه کړي او د ځانګړي استازي سټیفن ویټکاف په مشرۍ د خبرو اترو پروسې ته یې په درناوی ټینګار وکړ. هغې د ادارې دریځ هم تکرار کړ.

"ولسمشر تېره شپه په خپلې ټولینزې شبکې تروت سوشل خپل دریځ ډېر روښانه کړ. په حقیقت کې، تر دې نور روښانه کېدای نه شي. او زه یې تکراروم، دا د هغه دریځ دی. ځانګړي استازي ویټکاف د ایران رژیم ته یو ډېر مفصل او د منلو وړ وړاندیز ور کړی چې ولسمشر هیله لري چې دوی به یې ومني. او که دوی ونه مني، لکه څنګه چې ولسمشر پخپله ټینګار کړی، جدي پایلې به ولري."

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د هغه وړاندیز له مخې چې تېره اونۍ امریکا د عمان په منځګړیتوب ایران ته کړی و، "د یورانیمو غني کول به نه کیږي".

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د چهارشنبې په ورځ په ځواب کې وویل چې د یورانیمو د غني کولو څخه لاس اخیستل به"سل په سلو" کې د هغه د اسلامپاله رژیم د ګټو خلاف وي. خو هغه د اپریل میاشتې راهیسې د پنځو پړاونو د بې نتیجې خبرو اترو وروسته له متحدو ایالتونو سره د نورو خبرو امکان رد نه کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکس پاڼه کې په یوه پوسټ کې د تهران دریځ روښانه کړ: "ایران د دې وړتیاوو لپاره دروند قیمت ادا کړی او هیڅ داسې سناریو نشته چې موږ به د هغو وطنپالو صرف نظر وکړو چې زموږ خوب یې په حقیقت بدل کړ. بیا تکراروم: نه غني کول [مانا] نه معامله. اټومي وسلې به نه وي، دا زموږ معامله ده. "

د امریکا په سنا کې د ډیموکراټ ګوند د اقلیت مشر چک شومر، د واشنګټن او تهران ترمنځ په روانو خبرو اترو کې د ایران پر وړاندې د سخت دریځ د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ. شومر وویل له ایران سره هر ډول خبرې اترې باید په شفاف او ښکاره ډول ترسره شي، زموږ د ټولو امکاناتو په بشپړ کار واخیستل شي، او باید یوازې د اټومي مسلو پورې محدود نه وي، بلکې په سیمه کې د ترهګرۍ لپاره د ایران د ملاتړ او د دوي د نیابتي ډلو په څیر مسلې هم پکې شاملې وي."

سره له دې چې دواړه خواوې د یورانیمو د غني کولو په اړه په خپلو دریځونو ټینګار کوي، د خبرو اترو راتلونکی نامعلوم دی او د مذاکراتو د راتلونکي پړاو لپاره کومه نیټه نه ده ټاکل شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG