د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشرانو ټرمپ او میرمنې ته یې د ښه صحت هیله کړې 


ښاغلی ټرمپ او مېرمن یې د کرونا په ویروس اخته شوي دي
ښاغلی ټرمپ او مېرمن یې د کرونا په ویروس اخته شوي دي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ د جمعې په ورځ اکتوبر ۲(تلې۱۱) اعلان وکړ چې د کرونا په ویروس اخته شوي‌دي.

ښاغلي ټرمپ لیکلي دي‌ چې هغه او میرمن به یې خپل قرنطین پیلوي.

له دغه اعلان وروسته د نړۍ ځینو مشرانو د هغوی د ژر تر ژره رغېدو هیله وکړه.

د ارګ په رسمي ټویټر کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خولې لیکل شوي دي چې د دغه خبر په اورېدو خواشینی شوی دی.

په ټویټر دواړو ته د ژر تر ژره رغېدو او ښه کېدو هیله شوې ده.

د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله هم په خپل ټویټر کې ښاغلي ټرمپ‌ او مېرمن ټرمپ ته د ښه صحت هیله کړې ده.

د هند صدراعظم نریندرا مودي او د پاکستان د صدراعظم عمران خان په ګډون د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو هم هیله څرګنده کړې ده چې ښاغلي‌ټرمپ او میرمن یې ژر جوړ شي.

همدغه راز د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ دموکرات سیال جوبایډن هم په کروناویروس د ولسمشر ټرمپ په اخته کېدو خواشیني ښودلې ده.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د ښاغلي ټرمپ او میرمنې د صحت لپاره به دوعاوې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ‌ د ښاغلي ټرمپ‌ یوه همکاره هوپ هېکز د کرونا په ویروس اخته شوې وه. نوموړې د چهارشنبې په ورځ له ښاغلي ټرمپ سره په یوې انتخاباتي‌ غونډې کې ګډون او له هغه سره سفر کړی و.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې د ولسمشر په مناظره کې وویل چې ډېر ژر به د کروناویروس ضد واکسین خپور او ووېشل شي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس له کبله تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۱.۲ میلیون کسان مړه شوي او څه باندې ۳۴.۳ میلیون نور کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

دغه ویروس تر دې دمه په امریکا کې څه باندې ۲۰۰زره کسان مړه کړي او شاوخوا اوه میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG