د لاس رسي وړ اتصالات

د امازون زرګونه کارکوونکي په کروناویروس اخته شوي


د امازون کارکوونکي
د امازون کارکوونکي

د امازون نړیوال شرکت اعلان کړی دی چې په روان کال کې یې ۱۹۸۰۰ کارکوونکي د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

دا شمېره د امازون د ټولو کاروونکو ۱.۴۴ سلنه ده.

تر دې مخکې د امازون ځینو کارکوونکو د کروناویروس د مخنیوي د لارو چارو په اړه په امازون انتقاد کړی و.

ځینو چارواکو او د کارګرو ټولنو ویلي چې امازون د کروناویروس پر مهال هم خپل ګودامونه پرانیستي او دغه کار د ډېرو کارګرو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

له دې هر څه سره سره د امازون شرکت وايي د کرونا په ویروس د اخته شویو کارکوونکیو شمېر یې تر هغې ۴۴ سلنه کم دی چې وړاندوینه یې شوې وه.

د کروناویروس له خپرېدو وروسته، چې اکثریت کاروبارونه او تجارتي‌ مرکزونه وتړل شول، د امازون پېرودونکي زیات شول. امازون انلاین کاروبار کوي.

د امازون شرکت د خپلو کارکوونکیو د تبې د درجې معلومولو، د یو تر بل ترمنځ فاصله ساتلو او له کروناویروس څخه د ځان ساتلو نورې لارې چارې په پام کې نیولې دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۳۴.۲۸ میلیون کسان په دغه ویروس اخته شوي دي او ۱.۲ دوه میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG