د نړۍ مشران په داسې حال کې نیویارک ته راروان دي چې په منځي ختیځ او اوکراین کې د جګړو په ګډون نړیوال کړکیچونه د دیپلوماتیکو اندیښنو په سر کې ځای لري.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سه شنبې په ورځ، سپټمبر ۲۲ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي مایک والتز خبریالانو ته ویلي دي چې د ولسمشر وینا به تر ډیره د ورځې په تودو مسایلو متمرکزه وي.
هغه وویل: «ولسمشر به پر دې موضوع ټینګار وکړي چې هغه او حکومت یې څنګه په ټوله نړۍ کې له پیچلو ستونزو سره مستقیما چلند وکړي. نوموړي به همدارنګه ددې موضوع د اطمینان پر اهمیت ټینګار وکړي چې ایران به هیڅ وخت اټومي وسلې ونلري.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش چې ددې سازمان په مجموعه کې د وروستي ځل لپاره د سرمنشي په توګه برخه اخلي ویلي چې اوسمهال هغو نړیوالو ننګونو باندې فکر کوي چې خلک ورسره مخ دي. هغه زیاته کړې ده چې په دې ستونزمن پړاو کې باید د ناهیلۍ پر ځای هیله مندي غوره کړو.
انتونیو ګوتیریش وویل: «ا اوونۍ د نړۍ مشران په همدې تالار کې، د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې په تالار کې راغونډیږي. زما پیغام روښانه دی. د سولې، کرامت، عدالت او بشریت لپاره سره راغونډ شئ. یوازې د نړیوالې همکارۍ له لارې کولی شو غوره نړۍ جوړه کړو او د ترلاسه کیدو لپاره یې هیڅ وخت مبارزه ونه دروو.»
امنیتي تدابیر
د ولسمشر ټرمپ په ګډون د نړۍ د مشرانو د ویناوو د ورځې په رانږدې کیدو سره، په نیویارک او په خاص ډول د ملګرو ملتونو مقر ته په غځېدلیو سړکونو کې امنیتي تدابیر او د پولیسو حضور ډیر شوی دی.
د نیویارک د پولیسو مشره جسیکا تیش د عمومي مجموعې پرمهال امنیتي تدابیر (پیچلي امنیتي عملیات) بللي دي.
د نیویارک ښار په خاص ډول د ملګرو ملتونو مقر ته د نږدې سیمې اوسیدونکي د ملګرو ملتونو د سرمشریزې پرمهال د لارو او سړکونو د بندیدو په اړه بیلابیل نظرونه لري.
ډاین وايي: «په دې وخت کې دلته پوځي امنیتي حضور ډېر جدي ښکاري. ما پرون کله چې ګرځېدم، یو جیپ ولید چې پکې د پوځي جامو لرونکي ډېر کسان سپاره وو...»
د نیویارک بل اوسیدونکی ریمون وویل: «که دا یوازې عمومي مجموعه وي څه مشکل نشته خو ستونزه هغه وخت رامنځته کیږي کله چې ټول لوړپوړي چارواکي او البته زموږ ولسمشر هم راشي او د ملګرو ملتونو شورا ته وینا وکړي. له دې پرته، پولیس هر څه ښه کنټرولوي. زه او میرمن مې تقریبا ۴۲ کاله کیږي چې دلته نږدې چیرې چې د ملګرو ملتونو عمومي مجموعه هر کال ترسره کیږي ژوند کوو.»
د ملګرو متلونو د عمومي مجموعې یو اتیایمه غونډه په رسمي ډول د سپټمبر میاشتې په اتمه نیټه پیل شوې ده خو د لوړي کچې بحثونه به د روانې میاشتې له ۲۲ تر ۲۸ ویشتمې روان وي.
د یواتیایمې غونډې شعار (د اعتماد ستنول، د تحول مدریت، داسې ملګري ملتونه چې ټولو ته نتیجه ورکړي) اعلان شوی دی.
فورم \ دبحث خونه