د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ او د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن پدې هکله د نظر اختلاف لري چې څنګه امریکا د تروریستي ګواښونو نه خوندي وساتي.
دواړو کانديدانو ویلي دي چې نه یوازې د اسلامي دولت یا داعش بلکې د ټولو تروریستي ډلو سره مبارزه یې د کارونو په سر کې ده. د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن وایي " زه به داعش ته ماتې ورکړم او د دې مبارزې یوه برخه دا ده چې مونږ باید دلته په کور کې دننه هوښیار ووسو. "
د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډالنډ ټرمپ هم د اسلامي دولت یا داعش ډله یوه غټه ستونزه ګڼي او وایي چې هدف یې د دې ډلې ماتول دي. ټرمپ په هیلري کلنټن انتقاد کوي چې دغو ډلو ته د " سخت دریزه جهادي " ډلو خطاب نکوي.
" مونږ غواړو چې په امریکا د اسلامي سخت دریزه ډلو مخه ونیسو خو تاسو ګورئ چې هغه یې حتی نوم هم نه اخلي."
د دیموکرات ګوند د کاندیدې هیلري کلنټن پلان دا دی چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې قوي مرکزونه له منځه یوسي، د تروریستي شبکو په ماتې ورکولو کې د ملګرو هیوادونو سره په ګډه کار وکړي، په امریکا کې د اسلامي ټولنو سره نږدې همکاري ولري او د تروریستي ډلو د دسیسو د شنډولو لپاره د استخباراتي معلوماتو شریکول زیات کړي چې امنیتي ځواکونو سره مهمه همکاري ده.
خو بل پلو بیا د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ چې پخوا یې ویلي و امریکا ته دې د مسلمانانو په راتګ تر یو وخته پورې بندیز ولګیږي، د تروریستي ډلو د داخلیدو د مخنیوي لپاره په سرحدونو کې د امنیتي تدابیرو په زیاتیدو او د "حد نه زیاتو تحقیقاتو" غوښتنه کوي.
د سوریې په کورنۍ جګړې کې د امریکا د ښکیلتیا په هکله هم دواړه کاندیدان د نظر اختلافات لري. ډانلډ ټرمپ وایي چې د سوریې د جمهور رئیس د واکه د لیرې کولو پر ځای هغه غواړي چې د روسیې او منځلارو عربي هیوادونو سره په ګډه کار وکړي.
د امریکا د پوځ متقاعد جنرال سډني شکنو چې په انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ ملاتړ کوي، د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره د مبارزې لپاره د خپل کاندید په اړه داسې نظر لري.
" ډانلډ ټرمپ به د اسلامي دولت یا داعش ته د تښتیدو هیڅ لار پرېنږدي او په هر ځای کې به په هغوي بریدونه کوي. او زه فکر کوم چې ټرمپ به پدې برخې کې د اوسني حکومت په پرتله زیات نرمښت وښیي. "
خو پخوانی دیپلومات جیمز جیفري بیا د سوریې په برخې کې د دیموکرات د ګوند د کاندیدې هیلري کلنټن تګلاره خوښوي.
" اوس چې د عراق د موصل د نیولو لپاره عملیات روان دي،زما هیله دا ده چېمخکې له دې چې هیلري کلنټن واک ته ورسیږي، جمهور رئیس براک اوباما د اسلامي دولت یا داعش ډلې ته یوه غټه ضربه ورکړي. زه پدې کې هیڅ شک نلرم چې هیلري کلنټن به د سوریې د راقې په ښار کې د داعش په مرکزونو برید ونکړي. "
اکثره کارپوهان هم پدې باور دي چې د موصل د عملیاتو نتیجه که هر څه وي، خو د متحده ایالاتو د راتلونکي جمهور رئیس یا جمهور رئسې په تګلارې به ډیره اغیزه ولري.