د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: په هره بیه چې وي‌ د نوې کالیډونیا بغاوت ځپو


د فرانسې خبري‌ اژانس د یک‌شنبې په ورځ مۍ ۱۹ (ثور ۳۰) راپور ورکړی چې فرانسوي‌ ځواکونو د نوې کالیډونیا هوایی ډګر ته د غځیدلې لویې لارې د بیرته نیولو لپاره لسګونه خنډونه لېرې کړي او د دغه هېواد یو لوړ پوړي چارواکي وویل چې پاریس به "په هره بیه" د ارام سمندر ټوله سیمه له وسله والو بغاوت‌ګرو څخه بیرته ونیسي.

په نوې کالیډونیا کې د کابو یوې اونۍ له تاوتریخوالی وروسته چې په کې شپږ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي‌ دي د فرانسې د حکومت عالي کمیشنر لویس لی فرانک په یوه تلویزیوني وینا کې وویل د خپلواکۍ غوښتونکو په مرکزونو به تازه بریدونه وشي.

لي فرانک وویل په هره بیه چې وي د جمهوریت نظم به بیا رامنځ ته شي او خبرداری یې ورکړ که بیلتون غوښتونکي له وسلو کار واخلي‌ نو له جدي‌ خطر سره به مخ شي.

نوې کالیډونیا چې نفوس یې شاوخوا ۲۷۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي په کې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې تاوتریخوالی رامنځ ته شو چې د فرانسې حکومت د انتخاباتو په اصلاح شوي‌ قانون کې فرانسویانو ته هم چې په دغه ښار کې اوسیږي د رایې ورکولو حق تصویب ورکړ.

د استرالیا په شمال‌ختیځ کې پرته د فرانسې اړوند دا خاوره له اوږدې مودې راهیسې د خپلواکۍ غوښتونکو له تاوتریخوالي سره مخ ده خو دا په وروستیو څو لسیزو کې د تاوتریخوالي‌ تر ټولو جدي‌ بڼه بلل شوې ده.

معترضینو د تاوتریخوالي په وروستیو پیښو کې موټرو، سوداګریزو او عامه ودانیو ته اور ورته کړی او د لا ټونتوتا نړیوال هوايي ډګر ته غځیدلې سرک یې تر خپل کنټرول لاندې راوستی چې ورسره سوداګریزې الوتنې بندې شوې دي.

چارواکي وايي‌ چې د دغو پیښو په تور شاوخوا ۲۳۰ کسان نیول شوي او ښايي تر ۳۲۰۰ کسان په نوې کالیډونیا کې بند پاتې وي‌ او یا نشي‌ کولی بېرته خپلو ټاپوګانو ته ستانه شي.

استرالیا او نوې‌ زیلنډ پر فرانسې باندې فشار راوړی چې له سیمې څخه د هغوی د اتباعو د تخلیې زمینه برابره کړي.

فرانسه وايي‌ چې ۱۰۰۰ امنیتي ځواکونه یې دغه ټاپو ته استولي دي.

د چارواکو په وینا د یک‌شنبې په ورځ په درنو وسلو سمبال شاوخوا ۶۰۰ پولیس او ملېشه ځواکونو د پلازمینې نومیا څخه تر هوایی ډګر پورې د ۶۰ کیلو متره (۴۰ مایله) عمومي سرک د بیرته نیولو عملیات پیل کړي‌ دي.

لي فرانک وویل دغو ځواکونو له زغره والو موټرو څخه په استفادې په سرک باندې جوړ شوي‌ شاوخوا ۶۰ خنډونه له مخې پورته کړي دي.

په نوې کالیډونیا کې بیړنی حالت اعلان شوی او د شپې په ګرځېدو او ټيک ټاک باندې بندیز لګیدلی خو دغو اقداماتو د شنبې او یک‌شنبې ورځو د تاوتریخوالي‌ په مخنیوي کې مرسته نه ده کړې.

نوې کالیډونیا د ۱۸۰۰ لسیزې له نیمايي راهیسې د فرانسې خاوره ګڼل کېږي خو له کابو دوو پیړیو وروسته لا هم په دې اړه توافق نه دی رامنځ ته شوې چې یاد ټاپوګان د فرانسې برخه پاتې شي او که خپلواک وپیژندل شي.

په دې سیمه کې اصلي کاناکان چې نفوس یې شاوخوا ۳۹ سلنه دی د فرانسې د حکومت د انتخاباتو په قانون کې د وروستیو اصلاحاتو مخالف دي. دوی وايي‌ د رایې ورکولو وروستي‌ مقررات به د کاناک رایه کمزورې کړي.

د دغه قانون له مخې هغه فرانسویان چې له لسو کلونو زیاته موده یې په نوې کالیډونیا کې ژوند کړی وي کولی شي‌ چې په ولایتي‌ انتخاباتو کې ګډون وکړي‌ او رایه ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG