د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون: ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ د وري په ۳۱ کیږي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري/حمل میاشتې ۳۱مه نیټه ټاکل شوې ده.

د دغه کمیسیون منشي او ویاند حفیظ‌ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ (زمري ۱۰) خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د مهالویش لومړنۍ طرح جوړه شوې ده، چې پر بنسټ به یې دغه ټاکنې د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه "موږ نن رسماً د ولسمشریزو ټاکنو (نیټه) اعلان کړه، چې د ۹۸ کال د وري په ۳۱مه به له خیره ترسره شي، د ولایتي شورا ټاکنو په اړه هم کمیسیون بحث کوي او ورځ به یې وټاکي".

د هغه پر وینا، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پای ته رسیدو سره سم به د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو چارې پیل شي.

ښاغلي هاشمي وویل، په دغې موده کې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول به د افغانستان د ټاکنو پر کمیسیون کاري فشار زیات کړي، خو دوی هڅه کوي، چې ټاکنې له مهالویش سره سم ترسره کړي.

هغه د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ټینګول او د دغو ټاکنو لپاره د بودجې برابرول نورې ننګونې یادې کړې او وې ویل "د بودجې په ابتدايي طرح کمیسیون کار کوي، ډیر ژر به یې له حکومت سره شریک کړو تر څو ورته بودجه پیدا شي. تر اوسه د بودجې وعدې نه دي شوي. دویم امنیتي ننګونې دي، چې په دغه انتخاباتو کې مو هم درلودل او آینده انتخاباتو کې به هم په مخ کې واوسي".

ښاغلي هاشمي له حکومت څخه وغوښتل، چې د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت خوندی کولو او ورته د بودجې برابرولو په بره کې لازم اقدامات ترسره کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په یو بیان کې د ټاکنو کمیسیون له خوا د ولسمشریزو ټاکنو د نیټې له اعلانولو څخه هرکلی کړی او دا یې په افغانستان کې د ولسواکۍ لپاره مهمه شیبه بللې ده.

په دغه بیان کې د یوناما د مشر تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي "موږ له ټولو ګوندونو څخه غواړو، چې د اړین مهالویش د ډاډمنتیا او باور وړ ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره خپل مسؤلیتونه ترسره کړي".

یوناما دغه راز په ټاکنو کې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره، د څو اړخونو له خوا د رایې ورکوونکو د نوم‌لړ پر تائیدولو ټینګار کړی دی.

د رایې ورکوونکو نوم‌لړ

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون منشي وویل، د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې پروسه پای ته رسیدلې چې په کې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر ۹ میلیونه او ۷۲۲۰۸ کسان ثبت شوي دي.

د ښاغلي هاشمي پر وینا، په دغه لیست کې ۵ میلیونه او ۷۸۳۰۳۴ سړي شامل دي، چې د ټولو رایې ورکوونکو ۶۴ فیصده جوړوي او پاتې ۳ میلیونه ۱۱۴۹۴۲ نورې یې ښځې دي، چې د رایې ورکوونکو ۳۴ فیصده جوړوي.

هغه زیاته کړه، چې پر دې سربیره څه باندې ۱۷۳ زره کوچیان او ۵۸۳ تنه سیکان او هندوان د نوم‌لیکنې په درې میاشتنۍ پروسه کې ثبت او راجسټر شوي دي.

ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به هم د رایې ورکوونکو د اوسني نوم‌لړ پر بنسټ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG