د لاس رسي وړ اتصالات

عابدي:د امریکا په سفر کې به په نویو تهدیدونو هم خبرې وشي


عابدي په افغانستان کې د امریکايي عساکرو د شمېر په تړاوو وویل افغانستان د هرې هغې پرېکړې احترام کوي، چې امریکايي چارواکي یې کوي.
عابدي په افغانستان کې د امریکايي عساکرو د شمېر په تړاوو وویل افغانستان د هرې هغې پرېکړې احترام کوي، چې امریکايي چارواکي یې کوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند اجمل عبید عابدي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا ته د ولسمشر غني په سفر کې به له امریکايي چارواکو سره د ترهګرۍ په نويو ګواښونو هم خبرې وشي.

ښاغلي عابدي وویل ولسمشر امریکا ته د سفر لپاره پوره تیاری نیولی او پدغه سفر کې به له سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسائلو پرته په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ په نوي ګواښونو خبرې کیږي او د امریکا مرستې غوښتل کیږي.

هغه وویل ‪"‬مونږ ته له نويو ګواښونو سره چې ترهګریز ګواښونه دي، د امریکا حمایت مهم دی، افغانستان او سیمه له نوي جنګ سره مخ ده، د جګړې بڼې تغییر کړی دی، داعش بې له شکه چې په افغانستان کې شتون لري، نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته تهدید دی.‪"‬

د ولسمشر ویاند په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر په تړاو وویل د هرې هغې پرېکړې احترام کوي، چې امریکايي چارواکي یې کوي.

ښاغلي عابدي وویل‪"‬ د امریکايي عسکرو د شمېر په هکله زمونږ دریځ دا دی، چې مونږ د امریکې د رئيس جمهور، د امریکې د کانګرس د امریکې د خلکو تصمیم ته احترام لرو.‪"‬

د ولسمشر ویاند ښاغلي عابدي وویل د امریکا متحده ایالاتو ته د ولسمشر پدغه سفر کې چې را روانه اوونۍ به ترسره شي، ولسمشر به له امریکا د خپلو اصلاحاتو د تطبیق لپاره ماليي او تخنیکي مرستې وغواړي. هغه وویل د ولسمشر اصلاحات ماليي ملاتړ ته اړتیا لري.

سوله او ملي پخلاینه

د ولسمشر ویاند له وسله والو مخالفینو سره د سولې او پخلاینۍ په تړاو وویل چې لا تراوسه له وسله والو مخالفینو سره خبرې ندي شوي، او کله هم چې د سولې خبرې پیل کیږي، نو له خلکو سره به یې جریان شریک شي.

د ولسمشر ویاند ونه ویل چې د سولې د خبرو لپاره کوم رسمي ادرس تر اوسه ټاکل شوی او کنه.

اجمل عبید عابدي وویل‪"‬کله چې د مذاکرې ټیم تشکیل شي، او ځای هم وروستی شي، بې له شکه خلک به په جریان کې واچول شي.‪"‬

د د ولسمشر ویاند د کابینې د پاتې غړو د معرفۍ په تړاو وویل چې د کابینې پاتې اتلس غړي به راتلوونکې اونۍ پارلمان ته و پېژندل شي او تمه لري، چې پدغه پاتې کابینه کې درې نوماندې وزیرانې ښځې هم پارلمان ته د باور د رایې اخېستو لپاره معرفي کړي.

ویل کیږي، چې د کابینې پاتې غړو کې هغه کاندید وزیران برخه ونه لري، چې تېر ځل یې له پارلمان د باور رایه نه وه اخېستې.

په همدې اونۍ کې د پارلمان مرستیال عبدالظاهر قدیر ویلي و چې ولسمشر ورته ویلي چې د کابینې پاتې غړي به راتلوونکې شنبه یا یکشنبه دوی ته معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG