د لاس رسي وړ اتصالات

مطبوعات:اوباما د بوش پالیسي غوره کړې


د آمریکا د پالیټیکس په نامه ورځپاڼې د اګست د ښپږمې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې جمهور ریْس اوباما په افغانستان کې هغه تګلاره پرمخ بیايي چې پخواني جمهور ریْس بوش په عراق کې پر مخ بیوله.

د آمریکا د پالیټیکس په نامه ورځپاڼې د اګست د ښپږمې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې جمهور ریْس اوباما په افغانستان کې هغه تګلاره پرمخ بیايي چې پخواني جمهور ریْس بوش په عراق کې پر مخ بیوله. د لاس انجلس ټایمس ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په ختیځ کې د آمریکا د شپې د خوا په عملیاتو کې ملکي کسان وژل شوي دي او د نیویارک ټایمس ورځپاڼه لیکي چې د آمریکا حکومت د ویکي لیکس د ویب پاڼې نه غوښتي دي چې د افغانستان د جګړې محرم معلومات دي بیرته ورته وسپاري.

د آمریکا د پالیټیکو ورځپاڼې خپل د اګست د ۶ نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې جمهور ریْس اوباما پر پخواني جمهور ریْس بوش باندي یو ستر انتقاد کونکیْ و، خو د حیرانتیا خبره دا ده چې اوس په خپل جمهور ریْس اوباما په افغانستان کې هغه تګلاره تعقیبوي چې پخواني جمهورر یْس بوش په عراق کې تطبیق کړه او ډیر ورته خوشبینه دی.

ورځپاڼه لیکي چې دا خبره ځکه د حیرانتیا وړ ده چې جمهور ریْس اوباما کله چې سناتور و، نو د هغو سترو انتقادو کونکو له جملې نه و چې په عراق کې د آمریکايي قواوو د زیاتوالي سره یې مخالفت درلود.

ورځپاڼه لیکي چې جمهور ریْس اوباما، هغه وخت پیشبیني کوله چې په عراق کې به د نورو آمریکايي قواوو زیاتوالی وضع لاپسي نارامه کړي او فرقه ايي جګړو ته به لمن ووهي خو د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر په میاشت کې بیا جمهور ریْس اوباما دا ومنله چې په عراق کې د آمریکايي قواوو زیاتوالي بریالیتوب په پای کې درلود، خو د هغه په وینا داسي بریالیتوب چې په خپله پخواني جمهور ریْس بوش یې لا تمه نه درلوده.

ورځپاڼه زیاتوي چې جمهور ریْس اوباما په افغانستان کې د قواوو زیاتوالي ته خوشبینه دی ځکه هغه فکر کوي د عراق په شان به په افغانستان کې هم د هغه پالیسۍ کار ورکړي او په دې برخه کې د هر ډول مخالفت سره مقاومت کولو ته حاضر دی.

ورځپاڼه لیکي چې جمهور ریْس اوباما د سي بي اس د تلویزون سره په یوې مرکه کې وویل چې اوس مونږ په افغانستان کې یو له خپلو قوي جنرالانو نه لرو چې هلته د ناټو او آمریکايي قواوو قومانده پرمخ یوسي.

ورځپاڼه د ښاغلي اوباما له قوله لیکي چې وايي زه په دې برخه کې ډیر واضیح یم او هغه دا چې مونږ به په افغانستان کې پرمختګ وکړو او دغه راز به افغان ملي امنیتي ځواکونه وروزو ترڅو هغوی په خپله د دې توان پیدا کړي چې خپل امنیت تامین کړي او وروسته به د راروان کال په منځ کې په افغانستان کې خپل د قواوو شمیر راکم کړو او افغانانو ته نور مسولیت ورکړو.

ورځپاڼه د ښاغلي اوباما له قوله لیکي چې وايي که چیري زمونږ د ملي امنیت مسله مطرح نه وای نو ما به نن د افغانستان څخه ټولې قواووې راایستلي وای ځکه دا زما دپاره ډیره ګرانه خبره ده چې هغو کورنیو ته لیکونه لاس لیک کړم چې د کورنۍ غړي یې په جنګ کې له منځه ځي.

ورځپاڼه لیکي چې د جمهور ریْس اوباما د افغانستان پالیسي په لومړي پړاو کې د خپل دیموکرات ګوند د ځینو غړو مخالفت سره مخامخ ده په داسي حال کې چې د آمریکا د خارجي سیاست د سازمان غړي هم ورسره مخالف دي لکه څنګه چې د پخواني جمهور ریْس بوش د پالیسۍ سره مخالف وو.

ورځپاڼه لیکي چې د آمریکا په سنا کې د اکثریت مشر سناتور (هري رایډ) د افغانستان جګړه یوه بایلل شوې دایه بلي او په اصطلاح د خټو ډنډ دی. ورځپاڼه لیکي چې د کانګرس اکثریت دیموکراتانو د هغه اقدام نه ملاتړ وکړ چې هدف یې د افغانستان د جګړې د تمویلولو بندول دي.

ورځپاڼه لیکي چې په داسي حال کې چې په کانګرس کې لا اکثریت د افغانستان د جګړې پر خلاف شوي نه دي خو د دیموکراتانو شمیر چې د جمهور ریْس اوباما د خپل ګوند دي، مخ پر زیاتیدو دی. ورځپاڼه لیکي چې په دې ورستیو کې په کانګرس کې د عراق او افغانستان د جګړو د تمویلولو پر سر په رای ګیري وشوه تقریباْ ۱۰۲ دیموکراتانو رایې ورکړې چې ددغو جګړو تمویلول دي بند شي. ورځپاڼه لیکي چې باقي ۲۵۵ دیموکراتانو او ۱۲ جمهوري غوښتونکو په دې برخه کې مثبتې رایې ورکړې.

ورځپاڼه د ریچارد هاس له قوله چې د پخواني جمهور ریْس بوش په اداره کې یې کار کاوه او اوس د آمریکا د بهرنیو اړیکو د شورا ریْس دی لیکي چې د نیوزویک په خپرونه کې یې لیکلي و چې اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې مونږ په افغانستان کې خپل توقعات راکم کړو او خپلې هلې ځلې هم راکمې کړو او هم یې جهت ته تغییر ورکړو.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلی هس د افغانستان څخه د یودمي راوتلو طرفداره نه دی ځکه د هغه په فکر د دې کار په کولو سره به د جمهور ریْس کرزي حکومت وړنګ شي او طالبان به د ملک زیاتره برخه بیا ونیسي.

ورځپاڼه لیکي چې هس په هند کې د آمریکا د پخواني سفیر رابرت بلک ویل د نظریې طرفداره دی چې ویل یې و چې افغانستان دي تجزیه او غیر مرکزي شي، د پښتنو سیمې دي طالبانو ته ورکړل شي او نور قومونه دي تجهیز شي چې د خپلو ځانونو نه دفاع وکړي. ورځپاڼه لیکي چې عین نظریه د عراق د قواوو د زیاتوالي پر ځای د جمهور ریْس بوش پروخت د بهرنیو چارو ماهرینو د بدیل په شان راوړاندي کړه.

ورځپاڼه لیکي چې افغانستان او عراق بیلابیل ملکونه دي او په همدغه دلیل د جنرال پیټریس د عراق د یاغي ګرۍ ضد تګلاره ښايي په افغانستان کې کار ورنکړي خو اوس دغه تګلاره د تطبیقېدو په حال کې ده. ورځپاڼه لیکي چې امریکا افغانستان او اټمي قدرت پاکستان څو ځلي دپام وغورل شو.

د بلي خوا د لاس انجلس ټایمس ورځپاڼه خپل د اګست د ۵ نېټې په ګڼه کې لیکي چې د آمریکايي قواوو د عملیاتو په نتیجه کې د لسو نه زیات ملکي کسان وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې ناټو وايي د شپې د خوا د هغو عملیاتو په نتیجه کې چې هدف یې د طالبانو د قوماندانانو په نښه کول و، د لسو نه زیات ملکي کسان ووژل شول. ورځپاڼه زیاتوي چې د مړیو شمیر به د لویدیځ او جمهور ریْس حامد کرزي د حکومت ترمنځ د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې پر سر اندېښنې لاپسي زیاتې کړي.

ورځپاڼه لیکي چې دغه پېښه د چارشنبې په ورځ د افغانستان د ننګرهار په ولایت کې وشوه. ورځپاڼه د ناټو او محلي چارواکو له قوله لیکي چې وايي د چارشنبې په شپه د شیرزاد په ولسوالۍ کې د ناټو او افغان ملکي امنیتي قواوو په یوه ګډ عملیاتو کې ۲۰ یاغیان ووژل شول چې په کې دوه د طالبانو قوماندانان هم شامل و.

ورځپاڼه لیکي چې د استونګی په سیمو کې د شپې د خوا عملیات، حتی که استخباراتي معلومات هم موجود وي چې په دغو سیمو کې طالب جنګیالي دي، زیاتره وخت ملکي کسان د خطر سره مخامخوي، ځکه د شپې تیاره وي او تقریباْ په هر کور کې وسلې موجوده وي چې دا کار ماموریت لا ستونزمنوي.

ورځپاڼه د ناټو د ستراتیژیکو ارتباطاتو د برخه آمر جنرال ګریګوري سمید له قوله لیکي چې وايي مونږ د ملکي کسانو د وژل کیدو له امله په ژوره توګه خفه یو او په دې برخه کې د افغان مقاماتو په شمول ناټو مشترک تحقیات پیل کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د چارشنبې د پېښې مخکي لا د ناټو او جمهور ریْس کرزي تر منځ یوه نا حل شوې موضوع د ملکي کسانو د مرګ ژوبله پر سره موجوده وه او هغه د تیرې میاشت د هلمند ولایت د سنګین د ولسوالۍ پېښه وه چې د ارګ د خوا موظف شوي کمیسون دا په ډاګه کړه چې راکټ په حمله کې ۳۹ ملکي کسان چې په کې ښحې او ماشومان هم شامل و د جولای پر ۲۳ مه نېټه ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په ۹ کلنه جګړه کې روان دوبی تر ټولو خونړۍ دوبیْ و هم د عسکرو د تلفاتو له نظره او هم د ملکیانو د مرګ ژوبله له نظره.

د بلي خوا د نیویارک ټایمس ورځپاڼې خپل د اګست د ۵ نېتې په ګڼه کې لیکلي دي چې پنتاګون د ویکي لیکس پر ویب پاڼې باندي غږ ګړی چې د خپلې وېب پاڼې نه دي په زرګونو محرم معلومات چې د آمریکا د پوح مربوط دي لېري کړي او هغه په زرګونو نور محرم معلومات دي چې تر اوسه پوري یې نه دي نشر کړي بیرته پوځ ته وسپاري.

ورځپاڼه د پنټاګون د ویاند جویف مورل له قوله لیکي چې وايي د ویکي لیکس ویب پاڼې تیره اونۍ تقریباْ ۷۶ زره محرم اسناد چې په افغانستان کې د آمریکا د پوځ شپږ کلن آرشیف و، خپاره کړل او دې کار طالبانو او نورو ډلو ته د آمریکا د نظامي تخنیکونو او تاکتیکونو په باب معلومات ورکړل او دغه راز یې دښمن د آمریکا د تاکتیکونو په باب چې څنګه خپلې قواووې ساتي معلومات ورکړل او د هغو افغان کسانو نومونه یې افشا کړل چې د آمریکا سره همکاري کوي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي موریل په خپل خبري کنفرانس کې د خپرو شویو محرمو اسنادو په باب اندېښنه وښوده او دغه راز یې د هغو ۱۵ زرو باقي اسنادو په باب هم اندېښنه وښوده چې د ویکي لیکس په قبضه کې دي او وايي چې د څه ځنډ او تغییراتو وروسته به یې نشر کړي.

ورځپاڼه د پنتاګون د ویاند له قوله لیکي چې دا کار به اوښتی تاوان له پسی ډیر کړي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG