د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادۍ ته نړیوال غبرګونونه


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي نن د مۍ په درېیمه د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په ویاړ ویلي چې " ټولې خواوې باید د سولې په هر ډول خبرو اترو کې د بیان د ازادۍ د حق په شمول چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۱۹مه ماده کې ځای پرځای شوي ټولو اساسي بشري حقونو ته پام وکړي".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن دیبرا لاینز نن یکشنه مۍ۳ ( غوايي ۱۴) د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان په جنوبي اسیا کې د رسنیو د کثرت او پراختیا په برخه کې یو مخکښ هیواد دی.

هغې همداشان ویلي چې هیچا ته باید دا اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې دغه مهم پرمختګ وګواښي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د افغان خبریالانو د کار او فعالیت ستاینه کړې ده.

دې سازمان لیکلي چې: "افغان خبریالان د نړۍ د زړورو په کتار کې دي. هغوی د خپلو وظیفو د ترسره کولو لپاره جدي خطرونو، ارعاب، آزار او اذیت، تاوتریخوالي او حتی مړینې سره مخامخ کیږي. پدغه کړکیچ کې هغوی په لومړۍ لیکه کې دي او د خلکو د مصونیت لپاره کار کوي. د هغوی ساتنه باید هم وشي."

د شمالي اتلانتیک تړون ناټو سازمان هم د افغان خبریالانو فعالیت ستایلی دی. دغه سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "مونږ د افغان زړورو رسنیو کار ته سلام کوو. د ناامنیو سره سره هغوی هره ورځ هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته معتبر او د باور وړ معلومات برابر کړي او له بنسټونو څخه حساب کتاب وغواړي. خبریالان هم د لومړۍ لیکي کارکوونکي دي."

په کابل کې د برتانیا سفارت هم په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د رسنیو د او د بیان د آزادۍ څخه د ملاتړ ژمنه کړې ده. دوی ویلي دي چې له دوو میاشتو راهیسې بریتانیا او کاناډا د مطبوعاتو د آزدۍ څخه د ملاتړ د نړیوال کمپاین مشري کوي چې افغانستان یې هم تازه غړی شوی دی.

ه بلې خوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش، له حکومتونو غوښتي چې د رسنیو د آزتدۍ او خبریالانو نه ملاتړ وکړي چې هغوی وکړای شي د کروناویروس د وبا په ترڅ او له هغې وروسته خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.

هغه ویلي: "خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په سم تصمیم نیولو کې له مونږ سره مرسته کوي؛ هغه تصمیمونه چې کیدای شي د ژوند او مرګ ترمنځ مسایلو باندې اغیز ولري."

له دې سره جوخت د افغانستان د خبریالانو د مصونیت کمیټه وایي چې د کووید۱۹ ناروغۍ په پخپریدو سره یو شمیر افغانې رسنۍ د مالي کړکیچ سره مخامخ دي.

ددې کمیټې مسول نجیب شریفي خبریالانو ته وویل چې په کابل او ولایتونو کې یو شمیر رسنۍ د کروناویروس د کړکیچ په خاطر خپل زیات شمیر کارکوونکي ګوښه کړي او یو شمیر نورې رسنۍ د معاش ورکولو جوګه ندي.

ښاغلي شریفي د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د رسنیو د خپلواکۍ د ساتنې په پام کې نیولو سره رسنیو سره مالي مرستې وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې که پدې هکله اقدام ونشي پدې هیواد کې د بیان د آزادۍ په هکله لاس ته راوړنې کیدای شي له لاسه ووځي.

XS
SM
MD
LG