د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د پولیو ویروس د خپریدو مخه نیول شوې


د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا مسؤلین وایي، په برمل ولسوالۍ کې د پولیو مثبت پېښو له تثبیت وروسته یې په یاده سیمه کې خپل فعالیتونه ګړندي کړي، چې له امله یې په ټول ولایت کې د پولیو ویروس د خپرېدو او په دې ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخه نیول شوې.

د ۲۰۱۶ عیسوي کال په اوږدو کې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې چې د ګاونډي هیواد پاکستان سره پر پوله پرته ده، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ اووه مثبت پېښې ثبت شوې وې.

د پکتیکا د پولیو اړوند د عاجلې څانګې مشر محمد نور په دې اړه آمریکا غږ آشنا راډیو ته داسې وویل.

"د خلکو همکاري او د پولیو ضد کمپاینونو پۍ در پۍ تطبیق او خاص د والدینو همکاري دا وښوده چې اوس مونږ او تاسو په برمل کې نه بلکه په ټول ولایت کې د پولیو مثبت پېښه نه لرو".

بل خوا په پکتیکا د WHO ولایتي مسؤل ډاکټر عظیم وایي، د رسنیو د پراخې همکارۍ له کبله اوس د خلکو عامه پوهاوی لوړ شوی او همدا لامل دی چې په دې ولایت کې د پولیو د پېښو خطر هم کم شوی دی.

ده وویل"د خلکو ذهنیتونه به روښانه کوو خلکو ته به وخت په وخت قناعت ورکوو، د خلکو د دانش سطحه کمه ده خلک ضرورت لري چې عامه پوهاوی تر لاسه کړي او هغه غلطه مفکوره چې د واکسین اړوند له دوی سره ده لمنځه لاړه شي".

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي کریم بیا وايي، چې د سيمې خلک يې د پوليو یا ګوزن د واکسين په ګټه پوهېدلي دي.

هغه وویل"مخکې دا واکسين چا نه پېژنده، ډېر ماشومان او خلک به فلج شول. خو اوس چې واکسين راغلي، دا ناروغي بيخي ورکه شوې. موږ بايد هم ماشومان په وخت ورته راوباسو او هم يې امنيت وساتو".

سره له دې، چې پکتیکا مسوولين په دې ولايت کې د ګوزڼ د ويروسي ناروغۍ د خپرېدو په برخه کې د پرمختګ خبره کوي، خو ځينې روغتياپالان لاهم پکتيکا د پوليو له خطره ډک ولايت بولي.

XS
SM
MD
LG