د لاس رسي وړ اتصالات

د ژوند یادونه؛ د شهزادګۍ دیانا د مرګ شلم تلین


که څه هم چې د برېټانوۍ شاهزداګۍ دیانا له مرګ څخه ۲۰ کاله تیریږي خو ددغې دربارۍ میرمني یادونه اوس هم خلکو په ذهنونو کې تازه دي.

دیانا د ۱۹۹۷ کال د اګست په میاشت کې پاریس کې په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه شوه.

د وخت په تیریدو سره د شهزادګۍ دیانا خاطرې پیکه شوې خو ډیر خلک هغه د یوې ځوانې ناوکۍ په توګه په یاد لري چې د شاهزاده چارلس سره یې واده وکړ.

هغه یوه خوشاله مور وه چې خپل دوه زامن یې لوبو ته بیول، له خیریه مؤسسو سره یې کار کاوه او د ایدز له ناروغانو سره یې مرسته کوله.

د شهزادګۍ دیانا عکاس وایې: "د دیانا اساسي میراث د هغې دوه زامن دي چې په حقیقت کې د هغې د ماشومانو او وروسته بیا د پلار په نوم یادیږي. هغې په ستونزمنو مسلو کې لکه، رواني روغتیا او د ایدز په له منځه وړلو کې مرسته کړې ده"

د شهزادګۍ دیانا په اړه د ښاغلي مورتن په کتاب کې لیکل شوی دي چې دیانا له یوې ډیرې ژورې ناهیلۍ څخه رنځ وړله. خوراک او څښاک یې بې نظمه و، د ځان وژنې هڅه یې کوله او شهزاده چارلس سره یې د واده کولو له امله خپه وه. شهزاده چارلس د بریټانیې ولیعد و او دیانا به یوه ورځ ملکه کیدله خو دغه جوړه په ۱۹۹۶ کال کې له یو بل څخه جلا شول.

بریټانوی ټولنپوه، ایلیس کشمور د شهزداګۍ دیانا په اړه وایې چې "فکر کوم دیانا ډیر متفاوت شخصیت و. اکثره هنرمندان او مشهورې څیرې چې پر مونږ ګرانې دي فکر کوو چې زمونږ له لاسرسي نه به لرې وي خو دیانا خلکو ته ځان رسولی و"

د دیانا لپاره د بریټانیې د سلطنتي ماڼۍ ګانو دیوالونه تنګ و. خلکو، د زړونو شهزادګۍ د بې حسابه شتمنیو او شهرت نه ګټه واخېستله. هغې د ایدز پر ناروغانو هغه وخت لاس راکش کړ چې ددغه کار اجازه نه ورکول کېده، جنګي سیمو ته یې سفر وکړ او د ماینونو د خطر په اړه یې خلکو ته معلومات ورکړل.

په برېټانیا کې د شاهي بیوګرافۍ لیکونکی، انګرید سیوارد وایې: " فکر کوم چې خلک د هغې معما ته ګوته په غاښ و. دا څوک ده؟ څه شي اړ کړې چې دا کارونه وکړي؟ په تیره کله چې د نړۍ په کچه خلکو یې د خپګان څخه ډک ژوند نه خبر و."

ځېنې خلک داسې انګیري چې شهزادګۍ دیانا د شاهی ماڼۍ برم ته زیان ورساوه. یوه بیلګه یې دا ښودل کیږي چې هغې په ۱۹۹۳ کال کې خپل زامن، وبلیم او هري د لوبو لپاره یوه محلي پارک ته بوتلل څو د عادي ماشومانو په څیر له خپلو همزولو سره لوبې وکړي.

د شهزادګۍ دیانا د مرګ پر مهال د هغې خواښې، ملکه الیزابت سکاټلند ته په رخصتۍ تللې وه. ملکې د دیانا د ویر په رسم، د لندن په شاهي ماڼۍ کې د ملي بیرغ نیمه ځوړندیدو ته اجازه ورنکړه چې دا کار د خلکو د غوسې لامل شو. خو بلاخره د ملکې زړه نرم شو او لندن ته په بیرته راستنیدو یې "د خلکو د زړونو شهزادګۍ" مړي ته د درناوي مراتب پرځاي کړل.

XS
SM
MD
LG