د لاس رسي وړ اتصالات

څرخي پله زندان کې د بندیانو اعتصاب پای ته رسیدلی


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو د وینا له مخې په د څرخي پله د زندان په اعتصاب کې درې سوو بندیانو برخه لرله.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو د وینا له مخې په د څرخي پله د زندان په اعتصاب کې درې سوو بندیانو برخه لرله.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زندانونو د ریاست چارواکي وايي، د تیرې یکشنبې په ورځ چې د څرخي پله په زندان کې کومو په سلګونو بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی وو، نن د جمعې په ورځ هغوی وروسته له هغېله اعتصاب لاس واخیست چې د اعتصاب کوونکو یو شمیر یې د زندان نورو برخو ته ولیږدول شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زندانونو عمومي رئیس جنرال عبدالحلیم کوهستاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د بندیانو یوې کوچنۍ ډلې هڅه کوله چې بندیان وپاروي، چې د زندان بلې برخې ته د هغوی په لیږدولو سره دا شپږ ورځنی اعصاب پای ته ورسید.

جنرال کوهستاني وویل "په یو کم شمیر بندیان چې د مخدره توکو په جرم په لوړ بند محکوم شوي او د تروریستي جرمونو له امله په لوړ بند بدیان دي، دوی په ګډوډۍ او دننه په زندان کې د ځینو بندیانو په پارولو بوخت وو او یوشمیر بندیان یې نه پریښودل چې ډوډۍ واخلي، بندیان يې زورول او له قانون څخه بهر غوښتنې یې لرلې، دوه درې ورځې مو ورسره خبرې وکړې او څارنوالانوهم ورسره خبرې وکړې، خو دوی په یوه بله دنیا کې دي او په یو بل فکر لري د همدې له امله مونږ دغه کسان د بندیانو له منځه ایستلي دي ".

دغو اعتصاب کوونکو بندیانو کې چې د طالبانو سره د اړیکو په تړاوترڅنګ یې د مخدره توکو د قاچاق په جرم په لوړ بند محکوم شوو بندیانو هم په کې برخه لرله، د تیرې یکشنبې په ورځ د جمهوررئیس محمد اشرف غني د هغه فرمان د تعدیل لپاره د نه خوړلو اعتصاب پیل کړچې له مخې په لوړ بند محکوم بندیان نه شي کولی چې د خپل بند موده د کابل د څرخې پله د زندان پرځای د ولایتونو کې په زندانونو کې تیره کړي.

جنرال عبدالحلیم کوهستاني وایي، چې د بندیانو بله غوښتنه د جمهوررئیس د بخښنې په فرمانونو کې هغوی شاملول وو.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زندانونو عمومي رئیس په څرخي پله زندان کې د اعتصاب د پای ته رسیدلو خبره کوي، خو په مشرانو جرګه کې د هلمند ولایت یو استازی هاشم الکوزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په څرخي پله زندان کې اعتصاب پای ته نه دی رسیدلی او بندیان لا هم د نه خوړو اعتصاب ته دوام وکوي.

ښاغلي الکوزي د ځینو بندیانو د وینا له مخې وویل، چې د شپږ ورځو لپاره د نه خوړو له امله د یو مشیر بندیانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

هغه د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې په ولایتونو کې د بندیانو د بند د مودې د تیرولو د بندیز په اړه دې خپل فرمان تعدیل کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زندانونو عمومي رئیس د وینا له مخې په دغه اعتصاب کې تر دریو سوو پورې بندیانو برخه لرله او تر شلو پورې بندیانو خپلې شونډې هم ګنډلې وې.

خو هاشم الکوزی په اعتصاب کې د شاملو بندیانو شمیر په سلګونو ښيي او وایي چې هغوی چې خپلې شونډې ګنډلي وې شمیر يې ډیر زیات وو.

د افغانستان ولسي جرګې هم د دې مسلې د څیړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی، خو تراوسه لا د پلاوي د پلټنو پایلې نه دي څرګندې شوي.

د څرخي د پله په زندان کې بندیانو له خوا د شونډو ګنډل نوې خبره نه ده او د دې وړاندې هم په دغه زندان کې یو شمیر بندیانو د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د اعتصابونو پر وخت شونډې ګنډلې وې.

افغان حکومت په ولایتنو کې د امنیتي اندیښنو له امله د ولایتونو په زندانونو کې د بندیانو د ساتلو پرځای هغوی د کابل په مرکزي زندان کې ساتي.

XS
SM
MD
LG