د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان پښتون میشتو سیمو کې د افغان کډوالو په ملاتړ لاریونونه


په بلوچستان کې د افغان مهاجرو په ملاتړ غونډې
په بلوچستان کې د افغان مهاجرو په ملاتړ غونډې

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې چې دوی یې جنوبي‌پښتونخوا بولي، نن د اکتوبر پر دویمه نېټه د افغان کډوالو د شړلو او په چمن کې د سوداګرو په ملاتړ لاریونونه وکړل.

په دې لړ کې په کوټه، پښین، چمن، کلا سیف الله، بوري، ږوب، زیارت او ګڼو نورو سیمو کې لاریونوالو ته په ویناګانو کې د «پښتونخوا میپ» مشرانو وویل چې د افغان کډوالو خلاف د پاکستان امنیتي ادارو عملیات دې په زغرده ودرول شي.

د کوټې ښار یوې لویې اعترضیه غونډې ته په وینا کې د پښتونخوا میپ صوبايي مشر عبدالقهار ودان په خپله وینا کې وویل، چې دوی په هېڅ صورت په پښتونخوا وطن کې د افغان کډوالو ځورونه نه مني او د پاکستان ریاست دې خپله پرېکړه بیرته واخلي. نوموړي زیاته کړه، چې له افغان کډوالو سره دې د نړیوال قانون په رڼا کې چلند وشي.

ښاغلي ودان په خپله وینا کې د چمن-بولدک له سوداګرو سره هم خپل ملاتړ وښود او ویې ویل چې د پښتنو افغانانو د کاروبار ختمولو هڅې روانې دي. د ده په وینا چې «د پاکستان یو داسې حکومت په پښتنو او افغانانو پسې رااخیستې ده چې د دې کار لپاره د ایین له مخې هېڅ جواز نه لري.» هغه وایي چې د اوسني سرپرست حکومت کار یوازې او یوازې په ملک کې ټولټاکنې کول دی.

د پښتونخوا میپ صوبايي مشر زیاته کړه چې د افغان کډوالو په باب د فیصلې حق یوازې د پاکستان منتخب حکومت کولای شي او اوسنی حکومت دې خپله پرېکړه ژر تر ژره بیرته واخلي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په غبرګون کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خوشحال ډلې مشر خوشحال خان کاکړ د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، په زوره د افغانو کډوالو ایستل له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي. ښاغلی کاکړ وايي، پر ډیورنډ کرښه د خلکو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لازمي کېدل ناشونې ده او هیڅکله به دا پریکړه و نه مني.

بلخوا په پاکستان کې پښتنو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د افغان کډوالو شړلو حکومتي پرېکړه په ستره محکمه کې چېلنج کړې ده. د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د پاکستان پيپلز ګوند فرحت الله بابر، د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان، د بشري حقونو فعالانو امنه مسعود جنجوعه، قانون پوهه جبران ناصر، ايمان مزاري او نورو د پاکستان سترې محکمې ته خواست کړی دی. خو د ځايي رسنيو د رپوټونو له مخې، سترې محکمې د دوی دغه عریضه لاهم د اورېدو لپارنه ده منلې.


د پاکستان حکومت د روانې اکتوبر میاشتې پر ۳۱ نېټه اعلان کړی وو، چې په دغه هېواد کې ناقانونه میشت بهرنیان دې د اکتوبر تر درېمې نېټې په خپله ووزي، ګنې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به نیول کېږي او خپلو هېوادونو ته به ستانه کړای شي. راپورونه وايي چې د پاکستان په ځینو ښارونو کې یوشمېر کډوال نیول شوي چې ډېری یې افغانان دي.


د پاکستان حکومت وايي‌، چې د ناقانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه یې په هېواد کې امنیتي او اقتصادي حالاتو ته په کتو کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG