د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې د قومندان قیصاري د خوشې کیدو لپاره لاریونونه دوام لري


نن د جمعې په ورځ (جنګاښ ۱۵ مه) د قومندان قیصاري پلویانو بیا په فاریاب کې لاریون پیل کړی دی.
نن د جمعې په ورځ (جنګاښ ۱۵ مه) د قومندان قیصاري پلویانو بیا په فاریاب کې لاریون پیل کړی دی.

د فاریاب په ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره د افغان حکومت د سیمه ییزو چارواکو د هڅو سره سره نن هم د جمعې په ورځ (چنګاښ ۱۵ مه) د دغه ولایت په مرکز کې د قومندان نظام الدین قیصاري په ملاتړ لاریون شوی دی.

د میمنې په ښار کې لاریون کوونکو د تیرو ورځو په څیر د نظام الدین قیصاري د خوشې کیدو او له ترکیې څخه د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم راستیدو غوښتې کولې.

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره یې یو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

د دغو اقداماتو په لړ کې تیره شپه د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار سره نږدې د طالبانو په یو مرکز عملیات هم شامل دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د میمنې ښار سره نږدې د طالبانو پر یو مرکز عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۲ طالبان د وسلو سره نیول شوي دي.

د بلې خوا په فاریاب کې ځینو سرچینو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو تیره شپه میمنې ښار سره نږدې د فاریاب ولایت د قیصار د ولسوالۍ د امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري کور هم تلاشي کړی دی.

دا سرچینې وايي د تلاشۍ پر مهال د ښاغلي قیصاري د کور د ساتوونکو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ یوه لنډه جګړه هم شوې ده.

دغو سرچینو په جګړه کې د دوو تنو د وژل کیدو او درې تنو د ټپي کیدو ادعا هم کړې، خو دا ادعا تراوسه د ولایتي چارواکو له خوا تائید شوې نه ده.

د فاریاب والي نقیب الله فایق د ښاغلي قیصاري د کور د تلاشۍ په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالبان د میمنې د ښار په ځینو برخو کې ځای نیولی وو او غوښتل یې، چې د ښار امنیت ګډوډ کړي.

ښاغلي فایق وویل " تیره شپه، چې کوم بریدونه ترسره شوي، هلته غیرې مسول وسله وال وو،مونږ هڅه کوو د غیرې مسولو وسله والو مسله د خبرو له لارې حل کړو، ترڅو خلک احساساتي نه شي، دلته د قیصاري کور مسله مطرح نه ده، مسله د فاریاب د اوسیدونکو د امنیت مسله ده، استخباراتي راپورونه موجود وو، چې طالبان ښار ته رانږدې کیږي او دا عملیات د همدې لپاره ترسره شوي دي".

ځینو سرچینو ادعا کړې، چې د ښاغلي قیصاري پر کور د عملیاتو پر مهال افغان امنیتي ځواکونو یوشمیر وسله وال بندیان کړي هم دي.

خو دا راپورونه هم په رسمي ډول نه دي تائید شوي.

د فاریاب د پولیسو ویاند محمد حنیف رضايي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې په میمنه کې، چې په کومو سیمو کې عملیات شوي له هغو سیمو د افغان پوځ په الوتکو د توغندیو بریدونه شوي وو.

ښاغلي رضایي وویل، چې تر اوسه د فاریاب ولایت کې د تاوتریخوالي په روانو پیښو کې په تیرو دوو ورځو کې دوه تنه غیرې مسول وسله وال وژل شوي، دوه تنه ټپیان شوي او ۲۴ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

د بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغان پوځ د فاریاب، ارزګان او د فراه ولایتونو د نظامي شورا د پریکړې پر اساس قومندان نظام الدین قیصاري د فاریاب ولایت څخه، رحیم الله د ارزګان ولایت څخه او محمد داود د فراه ولایت څخه کابل ته انتقال کړي او د پلټنو لپاره یې د افغانستان ملي امنیت ریاست ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG