د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې ۲۳ ایراني پلوې ملیشې وژل شوي


د سوریې د بشري حقونو څار ادارې ویلي شنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) په څو هوایي بریدونو کې چې د سوریې په ختیځې برخې کې شویدي، ۲۳ ایراني پلوي ملیشې پکې وژل شویدي.

د څار دا اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی او په سوریې کې د جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پدې هیواد کې پراخې شبکې لري، وایي لږ تر لږه نهه هوایي بریدونه شوي او احتمال شته چې اسرائیل به کړي وي.

دې ادارې ویلي چې بریدونه د عراق سرحد سره نږدې شویدي.

د بشري حقونو څار ادارې ویلي چې په وژل شویو ملیشو کې پنځه یې د سوریې، څلور یې د لبنان حزب الله ډلې غړي، شپږ یې عراقیان او اته یې د ایران اتباع و.

د اسرائیل پوځ تر اوسه د دې برید په هکله تبصره نده کړې او د متحده ایالاتو یو پوځي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا بریدونه امریکایي ځواکونو ندې کړي.
د بشري حقونو ادارې همدارنګه ویلي چې هوایي بریدونه د ابو کمال په ښارګوټي او دیر الزور ولایت پورې اړوندونو سیمو کې په نظامي مرکزونو شویدي .

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې د وسلو یوه ډیپو او څو موټر هم ویشتل شوي چې مهمات پکې بار و او د عراق څخه سوریې ته روان و.

د څار ادارې همدارنګه ویلي چې د اسرائیل توغندي د حلب ښار سره نږدې د وسلو په یو ګودام لګیدلي چې ایراني پلوې ملیشې پکې پرتې دي او څلور بهرني جګړه ماران پکې وژل شویدي خو دا یې ندي ویلي چې دا جګړه د ماران د کوم هیواد / هیوادونو اتباع و.

سره لدې چې د اسر ائیل پوځ په ځانګړې توګه پدې پیښې تبصره لا نده کړې خو د دې هیواد پوځ د کالونو راهیسې په سوریه کې هغه ملیشې په نښه کوي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.
په عین حال کې د سوریې دولتي مطبوعاتو د یوې پوځي سرچینې په حوالې ویلي چې د اسرائیل پوځ د حلب په جنوبي برخو کې په څو مرکزونو هوایي بمبارۍ کړي.

د سوریې کورنۍ جګړې پر مهال چې د یوې لسیزې ډیره موده کیږي روانه ده، د اسرائیل پوځ په سوریې کې سلګونه هوایي بمبارۍ کړي –اکثریت دا بمبارۍ د حزب الله وسله والو په ګډون هغو ملیشو کیږي چې ایران یې تر شا ولاړ دی خو د سوریې د پوځ مرکزونه او هوایي ډګرونه یې هم ویشتي دي.

په سوریې د اسرائیل د پوځ بمبارۍ د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې، ډیره شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG