د لاس رسي وړ اتصالات

پکتيکا کې لاهم د پوليو واکسين په اړه منفي تبليغات کېږي


د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ پرضد د مبارزې په نتيجه کې هغې کچې ته رسېدلي، چې ښايي په نږدې وختونو کې له هېواد څخه دغه ويروسي ناورغي ورکه شي.

په پکتیکا کې د روغتیا د نړیوالې مؤسسې یا WHO ولایتي مسؤل ډاکټر عظیم امريکاغږ آشنا راډیو ته وويل، چې د دې ولایت په ډیری لیري پرتو ولسوالیو کې دا ډول افواهات شته چې د پولیو ضد واکسین په اړه منفي تبلیغات کیږي، خو زیاتوي چې د تثبیت په حالت کې به یې په اړه جدي اقدام ترسره کړي.

هغه وویل"برمل، ګومل، اوړممۍ، ګیان او وازیخوا ولسوالیو کې داسې افواهات شته چې خلک تبلیغات کوي او وایې واکسین ماشومان بې حیا کوي یا ناپاک شی دی، خو زه دا وایم واکسین پاک دی او د ماشومانو حق دی او باید په هر حالت کې ورته تطبیق شي".

د پکتيکا د مټاخان د ولسوالۍ اوسېدونکی سیدالله وايي، د سيمې خلک يې تر يوه بريده پوهېدلي، چې پوليو د ماشومانو د دايمي فلج لامل ګرځي او بيا هيڅ درملنه نه لري.

ده وویل" زموږ د سيمې خلک د پوليو د خطر په اړه پوهېدلي دي. کله چې واکسيناتوران راشي، موږ هم خپل ماشومان ورباسو، که ويده وي يا ناروغ وي، د دې لپاره چې له دې ويروس څخه وساتل شي".

سره له دې، چې په افغانستان کې د ګوزڼ پرضد د عامه پوهاوي په مخ کې ځينې ستونزې لېدل کېږي، خو په ټولیز ډول داسې ښکاري، چې په دې برخه کې عامه ذهنيت مثبت بدلون موندلی دی.

دیني عالم مولوي ضبط الله بیا وايې، پولیو واکسین ته د اسلام له نظره شرعي اجازه ورکړل شوې او د نړۍ مشهورو علماؤ او دیني مرکزونو یې پر تطبیق ټینګار کړی دی.

ده وویل" د نړۍ ټولو مشهورو دیني مرکزونو واکسین روا ګڼلي او بلکه ضروري يې بولي چې باید ټول خلک يې خپلو ماشومانو ته تطبیق کړي".

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ هغه لاعلاجه، ساري او معلولونکې ناروغي ده، چې له ډیر پخوا یې انسانیت متضرر کړی، د روغتیايې کارکوونکو په خبره، چې د مخنیوي یوازنۍ لاره یې له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د هر کمپاین پر مهال دوه څاڅکې واکسین ورکول دي.

XS
SM
MD
LG