د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د فدرالي محکمې یو قاضي وایي د رحمان الله لکڼوال روغتیایي وضعیت جدي دی

په واشنګټن ډي سي کې د یوې فدرالي محکمې قاضي پنجشنبه (جولاۍ نهمه) ویلي چې د ملي ګارډ په غړیو باندې مشکوک بریدګر شخص، رحمان الله لکڼوال ته په زندان کې د نه خوړولو اعتصاب له کبله جدي روغتیایي ستونزې پیدا شویدي.

قاضي د محکمې تر اضطراري غونډې وروسته، روغتون ته د لکڼوال د استولو امر صادر کړی.

د متحده ایالاتو د ډي سي حوزې قاضي، امیت مهتا د چارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت غوښتنه منظوره کړه چې له مخې یې حکومت اجازه تر لاسه کوي چې په روغتون کې د بستر کیدو پر مهال د لکڼوال روغتیایي سوابقو ته لاسرسی ولري

څارنوالو د چارشنبې په ورځ محکمې ته احوال ورکړی و چې د متحده ایالاتو د مارشال خدماتو ادارې اندیښنه څرګنده کړې وه چې رحمان الله لکڼوال په زندان کې د "اوږدې مودې" لپاره په کافي اندازه تغذیه کیدو څخه انکار کړی و.

د عدلیې وزارت ویلي چې د لکڼوال روغتیایي خدماتو ته د حکومت لاسرسی اړین دی چې د مارشال خدماتو ادارې د مسؤلیت قضایي تعقیب وشي. د دې ادارې مسؤلیت د بندیانو خوندي ساتل دي

لکڼوال د تېرکال د نومبر په ۲۶مه نېټه د متحدو ایالتونو د ملي ګارد په غړو برید وکړ چې ۲۰ کلنه غړې سارا بکستروم په کې ووژل شوه او بل ۲۴ کلن غړی اندرو ولف ژوبل شو. امریکایي مقاماتو دا یو ترهګریز برید بللی دی.

امریکایي مطبوعاتو ویلي چې لکڼوال په زندان کې د خوراک او څښاک څخه انکار کړی. د قاضي په حکم کې ویل شوي چې د رحمان الله لکڼوال روغتیايي حالت جدي دی.

رحمان الله لکڼوال د سږ کال د فبروري په میاشت کې په محکمې کې خپل ځان بې ګناه وباله خو د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت په نهو تورونو تورن کړی.

د عدلیې وزارت ویلي چې لکڼوال وار د مخه په لومړۍ درجې عمدي قتل او د جرم د ترسره کولو لپاره له یو ایالت څخه بل ته د وسلې او مهماتو په انتقال تورن شوی؛ همدغه راز د وسله وال تاوتریخوالي او خطرناک برید په مهال د وسلې لرلو له کبله په څلورو نورو قضیو کې تورن شوی دی

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG