د لاس رسي وړ اتصالات

زرګونه کسانو په سوات کې د پاکستان پوځي تاسیساتو جوړولو پرضد لاریون کړی


په سوات کې لاریون
په سوات کې لاریون

د خیبر پښتونخوا د سیاحتي سیمې سوات په کبل کې زرګونه کسانو د جمعې په ورځ، جنوري۱۷ (مرغومي ۲۸) په خپله سیمه کې د پوځي چاوڼۍ او نورو پوځي تاسیساتو د جوړولو پرضد احتجاجي لاریون وکړ.

د اعتراض کوونکو له ډلې د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ پخواني غړي رحمت علي خان وویل کلونه مخکې په سوات کې تش په نامه ترهګرۍ ته د دې لپاره لمن وهل کېده چې پوځ دې سیمې ته راشي او د پوځي تاسیساتو په جوړولو سره د ولسونو پلرنۍ ځمکې لاندې کړي.

هغه وویل پوځ د ځايي ولسونو له خوښې پرته په ۲۰۱۷ کال کې په زرګونو جریبه ځمکه د چاوڼۍ جوړولو لپاره ونیوله او اوس د نورو ځمکو د نیولو هڅه کوي. علي‌ خان زیاته کړه چې له دې سره به د ولسونو کرهڼیزې ځمکې ختمې شي او ورته به په سیمه کې د تګ راتګ په وخت لوی خنډونه جوړ شي.

رحمت علي خان وویل: "چې یوځل دلته چاوڼۍ پخه شي نو ځايي خلک به بیا خپل کور ته مېلمه هم د پوځ په خوښه بیايي. "

هغه په خپله وینا کې معترضینو ته وویل چې ولس دې د پاکستان د پوځي چاوڼۍ پرضد اوږده پرلت وهلو ته تیار اوسي.

دې اعتراضي غونډې ته په وینا کې لیاقت علي خان وویل د سوات ولسونه په هېڅ صورت چاوڼۍ نه مني، او غوښتنه یې کوله چې پوځ دې د دوی په سیمه کې د چاوڼیو جوړولو پرځای د ملک پولو ته ولاړ شي.

یوه بل ویناوال سجاد خان احتجاجیانو ته په وینا کې وویل، سوات ډېرې قیمتي ځمکې لري نو د دې د نیولو به هېچا ته اجازه ورنکړي. هغه وویل: "د سوات خلکو ته د تعلیم او پرمختګ ورکولو پرځای یې ځمکې ترې نیول کېږي او دا ولسونه به هېڅکله له خپلې خاورې پرشا نشي. "

همداشان د معترضینو یو بل مشر ریاض خان ننګولي وویل چې په کانجو کې ورته د چاوڼۍ جوړولو اقدام د منلو نه دی.

د سیاسي چارو شنونکی شمیم شاهد وايي، په سوات کې مخکې چاوڼۍ نه وې، کله چې په ۲۰۰۹ کال د وسله والو پروړاندې پوځ عملیات پیل کړل نو هم هلته پاتې شو، او اوس چاوڼۍ جوړوي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه، "دې کې دوه خبرې دي، چې تر کالامه موټروې جوړېږي، نو د سوات خلک ورته وايي، چې په سوات کې ځمکې ډېرې کمې دي نو تاس دا موټروې د سیند پر غاړه جوړه کړي. نو ځمکې به هم وژغورل شي او سیند به قابو شي. "

نوموړي، زیاته کړه چې موټروې او چاوڼۍ دواړه د ولس پر کرهڼیزه ځمکو جوړېږي‌، نو ځکه ورسر ځايي خلک مخالفت لري.

د سوات ضلعي انتظامیه وایي چې د خیبرپښتونخوا حکومت څو کاله وړاندې پوځ ته د چاوڼۍ او کینټ جوړولو اجازه ورکړې وه او په هغه کار لا هم عمل روان دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG