د لاس رسي وړ اتصالات

لاریون‌کوونکو په غزني کې د کابل کندهار لویه لاره تړلې


غزني کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په قره‌ باغ ولسوالۍ کې د دوو ملکي وګړو د وژل کیدو په غبرګون، د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د قره‌ باغ په موشکي سیمه کې د کابل – کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د قره باغ ولسوال صاحب خان الهام امریکا غږ آشنا ته وویل "تیره شپه څو کسانو د شیرآباد په کلي کې پر یو کور برید وکړ، چې په نتیجه کې یې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل شول او دوه ښځې ټپیانې شوې، بریدکوونکو دوه کسه له ځان سره هم بیولي دي او اوس خلکو د کابل – کندهار لاره تړلې ده".

ښاغلي الهام زیاته کړه، چې له تیر یو کال راهیسې د قره باغ ولسوالۍ د نیخته او شیرآباد د کلي اوسیدونکي د اوبو پر سر لانجه لري او ښايي د تیرې شپې برید هم د همدې لانجې له امله شوی وي.

د شیرآباد د کلي اوسیدونکي غلام حیدر خان وویل، چې دغه برید د یو شمیر سیمه‌ییزو پولیسو په همکارۍ د نیخته د کلي اوسیدونکو له خوا ترسره شوی دی.

هغه وویل "شاوخوا یو کال کیږي، چې د هزاره قوم او د پښتنو ترمنځ د اوبو پر سر لانجه روانه ده، چې د نیخته د کلي اوسیدونکي هزاره وروڼه دي او د شیرآباد پر خلکو یې اوبه بندې کړې دي او تیره شپه یې هم د شیرآباد د یو اوسیدونکي پر کور برید کړی".

د غزني ولایتي شورا په قره‌ باغ ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ اختلافاتو باندې اندیښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د حکومت څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

د دغې شورا یو غړي امان‌الله کامراني وویل "اعتراض‌کوونکو نن د کابل – کندهار لویه لاره په موشکي سیمه کې تړلې ده او ټاکل شوې چې سیمې یو شمیر اوسیدونکي د غزني ښار ته راشي او لاریون وکړي".

د غزني د ولایتي شورا دغه غړي زیاته کړه، چې د دغو قومي لانجو تر شا یو شمیر سیاسي رهبران او بهرني استخبارات لاس لري.

خو د غزني د والي ویاند عارف نوري د یاد برید په تائیدولو سره وویل، چې د کابل – کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده.

د والي ویاند زیاته کړه، چې لا تر اوسه د بریدګرو هویت څرګند شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG