د لاس رسي وړ اتصالات

مظاهره چیانو سوریه کې د والي دفتر لوټ کړی


لسګونو مظاهره چیانو چې په سوریه کې د مخ په خرابیدونکي اقتصادي وضعیت په غصه دي، یکشنبه ډسمبر ۴ (لیندۍ۱۳) یې د سویدا په ښار کې د والي په دفتر هجوم یوړ او د دفتر سامان آلات یې لوټ کړل.

چارواکو او عیني شاهدانو ویلي چې مظاهره چیانو د پولیسو سره اخ او ډب هم کړی.

د پیښې څخه وړاندې څه باندې ۲۰۰ مظاهره چیان د والي د دفتر ودانۍ مخې ته راټول شوي و او د جمهور رئیس بشارالاسد له واکه غورځولو شعارونه یې ورکول.

سره لدې چې د سوریې هغو سیمو کې چې کنټرول یې د حکومت په لاس دی، دا ډول مظاهرې بې سارې دي او حکومت یې نه نه زغمي خو عیني شاهدانو ویلي چې مظاهره چیانو د " مرده باد اسد" شعارونه ورکول.

د سوریې په دولتي مطبوعاتو کې ویل شوي چې لسګونو "غیر قانوني" کسانو د والي په دفتر یرغل کړی او رسمي اسناد او دوسیې یې سوځولي دي.

په عین حال کې د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې مظاهره چیانو د پولیسو د قوماندانۍ مرکز هم د لنډې مودې لپاره نیولی و او په اخ او ډب کې یو پولیس وژل شوی هم دی.

د سوریې حکومت خبرداری ورکړی چې ټول هغه کسان به ونیسي چې دا "غیر قانوني" کړنه یې کړې.

د حکومت په اعلامیې کې راغلي، " ټول غیر قانوني کسان به تعقیب کړو او د هغو کسانو پر ضد به د ټولو قانوني اقداماتو څخه کار واخلو چې د دې ولایت د ثبات او امنیت د کمزورې کولو جرات وکړي".

دریو عیني شاهدانو ویلي چې د مظاهرو پر وخت والي په دفتر کې نه و او وړاندې تر دې چې مظاهره چیان دفتر ته ننوزي او لوټ او تالان وکړي، والي د دفتر څخه ایستل شوی و.

د رایان معروف په نامه یو خبریال چې د سویدا جنوبي سیمې کې خبریالي کوي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې مظاهره چیانو د والي دفتر دننه په بشپړه توګه سوځولي او په ډزو کې ګڼ شمیر کسان ټپي شوي هم دي خو معلومه نده چې ټپي شوي کسان مظاهره چیان که حکومتي مامورین دي.

ښاغلي معروف ویلي چې د مظاهرو په سیمه کې ګڼ شمیر پولیس هم موجود و او د هرې خوا ډزې کيدې خو معلومه نده چې ډا ډزې پولیسو که مظاهره چیانو کړي.

په عین حال کې یوې سرچینې ویلي په مظاهرو کې یو ټپي شوی ملکي کس چې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی و او په مرمۍ لګیدلی و، مړ شوی او یو بل تن هم چې په مرمۍ لګیدلی په روغتون کې یې درملنه کیږي.

XS
SM
MD
LG