د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې مظاهره چیانو د خومیني اجدادي کور ته اور اچولی


دا انځور چې د یوې ویډیو څخه اخیستل شوی پکې ښودل کیږي چې د خومیني د اجدادي کور څخه لمبې پورته کیږي.
دا انځور چې د یوې ویډیو څخه اخیستل شوی پکې ښودل کیږي چې د خومیني د اجدادي کور څخه لمبې پورته کیږي.

په ایران کې د حکومت ضد مظاهره چیانو د دې هیواد د اسلامي جمهوریت د باني ایات الله روح الله خومیني اجدادي کور ته اور اچولی.

یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي پکې ښودل کیږي چې مظاهره چیان پنجشنبه نومبر ۱۷ ناوخته په مرکزي ولایت کې د خومین ښار ګوټي کې ددې کور د مخې څخه پداسې حال کې تیریږي چې لمبې ترې پورته کیږي.

سره لدې چې د رویټرز او فرانس پریس خبري اژانسونو تائید کړې چې دغه ویډیوګانې ریښتیني دي خو د تسنیم نیمه سرکاري خبري اژانس چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پورې تړلی دی، د دې کور د سوځیدو خبرونه رد کړیدي او وایي دا کور چې اوس په موزیم بدل شوی، د خلکو پر مخ خلاص دی.

دغو اژانسونو دا ندي ویلي چې د کور د سوځیدو ویډیوګانې څه وخت ثبت شوي او دا یې هم ندي ویلي چې کور ته څومره زیان رسیدلی.

د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټ ایښودونکی ایات الله روح الله خومیني په همدې کور کې زیږدلی او تخلص یې هم د همدې ښارګوټي (خومین) څخه اخیستل شوی.

خومیني د ۱۹۷۰ په لسیزې کې په پاریس کې جلا وطن و او هلته یې ملایي کوله.هغه د ایران د وخت د مشر محمد رضا پهلوي یو تر ټولو سرسخت منتقد و.


خومیني وروسته په ۱۹۷۹ میلادي کال کې ایران ته ستون شو او د اسلامي انقلاب مشري یې کوله.


په ایران کې د حکومت ضد دا مظاهرې د روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۶مې وروسته تر هغه پیل شوې چې یوه ۲۲ کلنه پیغله مهسا امیني د ایران د اخلاقي امنیت د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او هلته مړه شوه.

خو اوس دا مظاهرې په ایران کې د آزادۍ او رهبرۍ د بدلون په غوښتنې بدلې شوي. پدې مظاهرو کې قهرجنو مظاهره چیانو د خومیني عکسونه او رسامي شوي انځورونه هم څیري کړي چې پدې هیواد کې ساری نلري.

په ایران کې د بشري‌ حقونو د فعالانو ګډې ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې «په ایران کې په روانو مظاهرو کې ۳۶۲ تنه وژل شوي» چې ۵۶ یې ماشومان دي.

د معلوماتو په اساس د نیول شویو کسانو شمېر هم له ۱۶۰۰۰ څخه پورته شوی او د ایران‌ امنیتي ادارو یوازې د ۲۰۷۴ نیول شویو کسانو هویت څرګند کړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور په اساس، په څه باندې یوې میاشتې کې د ایران د ۱۴۴ ښارونو وګړو او د ۱۴۰ پوهنتونونو محصلینو په مظاهرو کې ګډون کړی دی. د دغې خبري رسنۍ په اساس، ۴۶۲ محصلین هم نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG