د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کابل لویه لار د مظاهره کوونکو له خوا تړل شوې


په وروستیو میاشتو کې د افغان حکومت او د مخالفو وسله والو ترمنځ د بغلان په ولایت کې نښتې زیاتې شوي دي
په وروستیو میاشتو کې د افغان حکومت او د مخالفو وسله والو ترمنځ د بغلان په ولایت کې نښتې زیاتې شوي دي

تیر مازیګر د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند سیمه (زرسنګ) کې چې د کابل د لویه لار ترې تیریږي، د مخالفو وسله والو له خوا پر امنیتي کتار برید شوی و.

زرسنګ د کیله ګي او دوشي تر منځ د غرونو تر منځ پرته سیمه ده چې اکثر اوسیدونکي یې ګوجر دي.

د دوشي ولسوالۍ د امنیې قوماندان عبدالقدیر وایې چې په دغه جګړه کې اوه تنه ټپیان شوي چې ۴ یې نظامي او ۳ نور ملکي وګړي دي.

عبدالقدیر وایې چې په جګړه کې د سیمې د اوسیدونکو ګوجرو یو تن هم وژل شوی او یو بل یې ټپي دی، چې اوس یې مظاهره کړې او لار یې د مساپرو پر وړاندې تړلې ده.

خو د سیمې یو تن اوسیدونکی سخي ګوجر وایې چې طالبانو پرون پر دولتي موټرو ډزې وکړې، خو د دوشي ولسوالۍ د پولیسو له خوا ددوي یو کلیوال چې د سیند پر غاړه یې اودس کاوه په نښه شو او ووژل شو او یو بل ټپي شوی دی.

سخي زیاتوي چې ددوي وژل شوی تن په یو لاس معیوب هم و، هغه زیاته کړه چې ددوي په خلکو کې به هم د دولت مخالف کسان وي خو پولیس باید د هغوي په بدل کې عام وګړي ونه وژني. هغه زیاته کړه چې ددوي خلکو ته د نورو هغو نامعلومو کسانو سزا ورکول کیږي چې دوي يې نه پیژني.

سخي وایې چې دوي به تر هغې مظاهرې ته دوام ورکړي تر څو یې دولت غږ نه وي اوریدلې.

په زرسنګ کې په زرګونو د مساپرو موټرې ولاړې دي او مظاهره کوونکي اجازه نه ورکوي چې حرکت وکړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG