د لاس رسي وړ اتصالات

په ګردیز کې سلګونو کسانو د کابل - پکتیا لویه لاره تړلې ده


لاریون کوونکي ګردیز ښار په څنډو کې پر ځمکه د ملکیت دعوا لري.
لاریون کوونکي ګردیز ښار په څنډو کې پر ځمکه د ملکیت دعوا لري.

سلګونو لاريون کوونکو د خوست - کابل لاره د پکتيا په مرکز کردېز کې د اعتراض په توګه د ترافيکو پرمخ تړلې، خيمې يې وهلې دي او دواړغاړو ته سلګونه غټ او واړه موټر بند پاتې دي.

د بنوزيو د قوم دغه لاريون کوونکي اعتراض لري، چې د ګردېز په جنوبي برخه کې د دوی پر ځمکه دولت، مامورينو او ښوونکو ته د استوګنې لپاره د نمرو وېش پيل کړی دی.

دا ځمکه څه باندې څلور سوه جريبه حساب شوې او د بنزيو قوم دغه اعتراض کوونکي يې خپل ملکيت بولي. دوی له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چې د دوی پر ملکيت دې د نمرو د وېش مخه ونيسي.

په همدې حال کې د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، چې دا ځمکه د دولت ملکيت دی او په دې وروستيو کې يې د خلکو له غصب څخه راخلاصه کړې ده.

هغه وويل، چې د تېرو څو ورځو راهيسې ښوونکو او دولتي مامورينو ته پرې د کورونو جوړولو لپاره د يوې يوې نمرې ځمکې وېش روان دی.

ښاغلي حسرت وویل”که خلک يې د ملکيت اسناد لري، وړاندې دې کړي، چې ځمکه ور پرېږدو، که اسناد يې نه لري نو ښکاره ده چې دولتي ځمکه ده، بيا د ښارګوټي جوړول پرې د ښوونکو او مامورينو قانوني حق دی‟.

په ورته وخت کې د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل هم وايي، چې دا دولتي ځمکه ده او په تېرو کلونو کې يو شمېر خلکو پرې چارديوالۍ راتاو کړې وې.

دی له دولت او خلکو غوښتنه لري، چې د ښوونکو او مامورينو د ښارګوټي ددې پروژې په تطبيق کې رغنده رول ترسره او همکاري يې وکړي

XS
SM
MD
LG