د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کابل کې پر لاریون او غونډو بندیز ولګوه


د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، په پروني لاریون کې ۵ کسه ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان شول.
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، په پروني لاریون کې ۵ کسه ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد، د لوړو امنیتي ګواښونو له امله د کابل ښار له اوسیدونکو څخه غوښتي، چې له لاریونونو او غونډو څخه ډډه وکړي.

جنرال مراد د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "ټول هغه وروڼه چې پرون په لاریون کې وو، هغوی ته خبر ورکوو، چې تر بل امره پورې دې له لاریون کولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې امنیتي ګواښونه زیات دي."

هغه زیاته کړه، چې د جمعې ورځې په لاریون کې د ګډوډیو د رامنځ ته کولو لپاره یو شمیر وسله‌والو کسانو د اعتراض‌کوونکو په منځ کې ځای نیولی وو، چې د پولیسو او اعتراض‌کوونکو ترمنځ د نښتې په نتیجه کې ۵ کسه لاریون کوونکي ووژل شول او د ۱۹ پولیسو په ګډون ۲۳ نور ټپیان شول.

جنرال مراد وویل، چې دا پیښه په جدي ډول د افغانستان د لویې څارنوالۍ له خوا څیړل کیږي او عاملینو ته به یې سخته سزا ورکړل شي.

د کابل د ګارنیزیون عمومي قومندانۍ په یو بیان کې خبرداری ورکړی، چې د هغوی د استخباراتي معلوماتو له مخې په کابل کې پر غونډو او لاریونونو باندې د برید امکان شته او له اعتراض‌کوونکو څخه یې غوښتي، چې له لاریون کولو او د غونډو له جوړولو څخه ډډه وکړي.

خو لا هم یو شمیر اعتراض کوونکي د دغه ښار په شیرپور سیمه کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي او وايي، تر هغې به له اعتراضه لاس وانخلي، چې حکومت یې غوښتنې نه وي منلې.

دا اعتراض کوونکي د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې د چهارشنبې ورځې خونړي برید د هراړخیزې څیړنې، په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو، د حکومت په زندانانو کې د وسله‌والو مخالفینو د اعدامولو او د حکومتي چارواکو د استعفا غوښتنه کوي.

افغان امنیتي ځواکونو نن په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او د دغه ښار مرکزي برخو ته یې ټولې غځیدلې لارې تړلي دي.

تیره ورځ په کابل کې سلګونو کسانو، په زنبق څلورلارې کې د چهارشنبې ورځې خونړي برید په غبرګون لاریون وکړ، چې وروسته په تاوتریخوالي بدل شو.

لاریون وروسته له هغې په تاوتریخوالي بدل شو، چې امنیتي ځواکونو د ارګ په لور د لاریون کوونکو د تګ مخه ونیوله.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې پیښه کې پنځه لاریون کوونکي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

په وژل شوو کسانو کې د مشرانو جرګې د مرستیال محمد علم ایزدیار زوی هم شامل دی، چې په دې پیښه کې له ټپي کیدو وروسته یې تیره شپه په روغتون کې ساه ورکړه.

د پيښې په اړه څیړنې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي چارواکو او لویې څارنوالۍ ته لارښونه کړې، چې د جمعې ورځې په لاریون کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ د نښتې په اړه جدي او هر اړخیزه څیړنه وکړي.

له ارګ څخه د یو خپور شوي بیان له مخې، د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د ولسمشر غني په مشرۍ د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په ګډون د پرونۍ پیښې د څیړنې لپاره په ارګ کې یوه فوق‌العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.

په بیان کې راغلي "غونډې د امنیتي مسوولانو د راپور له اوریدو وروسته پریکړه وکړه، چې د کابل پرونۍ پیښه له هر اړخه په جدي توګه وارزوي او هغه کسان، چې په خپلو دندو کې یې د قانون خلاف عمل ترسره کړی دی وپيژندل شي او د هیواد د نافذه قوانینو سره سم مجازات شي."

ولسمشر غني امنیتي مسوولانو ته لارښونه کړې، چې د خلکو د امنیت د ټینګښت په موخه دې لا زیات تدابیر ونیسي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د امریکا سفارت په جلا بیانونو کې، له افغان ځواکونو او اعتراض‌کونکو څخه د زغم غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG