د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د اعتراضونو پراخیدل؛ تبریز او اردبیل له اعتراض کوونکو سره یوځای شول


په ایران کې د سرتاسري اعتراضونو لمن چې ۱۱ ورځې مخکې د ایران د خوزستان په ځنو ښارونو کې پیل شوي وو او څو ورځې وروسته د لرستان، اصفهان، تهران او البرز ولایتونو ته پراخ شول، اوس د ایران شمال لویدیځ ته ورسیدل.

د امریکاغږ ته په استول شوې ویډیوګانو او په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي تصویرونه ښیي چې د ختیځ اذربایجان او اردبیل ولایتونه هم د اعتراض کوونکو سره یوځای شوي او ددې سره جوخت په ټول ایران کې د اسلامي جمهوري د ارګانونو پر ضد شعارونه ورکول کیږي.

د خوزستان ولایت چې ددې اعتراضونو ټاټوبی دی، د شنبې په ورځ د اعتراضونو په لسمې پرله پسې ورځې د سختو امنیتي تدابیرو سره مخامخ شوی و.

همداشان داسې رپوټونه شته چې د ایران په ځنو برخو کې بریښنا قطع شوې او ځنې سیمې په ځانګړې توګه هغه سیمې چې اعتراضونو په کې شوي انټرنیټ هم په کې قطع شوی و.

د تصویري راپورونو له مخې د سرتاسري اعتراضونو په لسمه ورځ په تبریز کې په پام وړ اندازه خلکو "اذربایجان بیدار دی او د خوزستان ملاتړ کوي" شعارونو سره لارو کوڅو ته وتلي وو.

یو شمیر ویدیوګانې چې د امریکاغږ ته رسیدلي د پولیسو سره د اعتراض کوونکو مخامخ کیدل په ډاګه کوي، او په یوه ویدیو کې یوه ښځه لیدل کیږي چې د ځانګړي ګارد ځواکونو ته "په اسلامي جمهوري باندې د مرګ" شعار ورکوي.

د ایران پخواني ولسمشر حسن روحاني وویل: "که زمونږ شرایط د تیرو کلونو په څیر وای اوس به مو په خوزستان کې ستونزه نه درلودای. ستونزې په دې خاطر دي چې مونږ نشو کولای د بندونو اوبه خوشې کړو."

ښاغلي روحاني پدې بیان سره چې د بندونو اوبه سږکال ۵۰ فیصده کمې شوي، هغه هیله څرګنده کړه چې "خدای دې د ایران په خلکو باندې" خپل رحمت نازل کړي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا، په یو رپوټ کې "بې قاعدې بندونو جوړولو" او "له ضوابطو وتلي استخراجونو" په څیر مواردو ته اشاره کړې او د خوزستان د ستونزو عمده برخه یې د چاپیریال په برخه کې "عجیبه تصمیم نیونې او کله هم اشتباه تصمیم نیونې" ګڼلي دي.

XS
SM
MD
LG