د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام اباد وروسته په سوات کې هم مظاهرې شوي


خوازه خیله سوات
خوازه خیله سوات

په سوات کې د یکشنبې په ورځ د امنیتې پوستو په ضد مظاهرې وشوې. مظاهره کونکي د پاکستان د پوځ نه غواړي چې نور دې په امنیتي پوستو د تلاشۍ په مهال خلک نه ځوروي.

د سوات په احتجاج کې هم گډون کونکو د پوځ په ضد او د ازادۍ شعارونه وهل. مظاهرخ کونکو په لاسونو کې لوحې نیولې وې چې په هغې یې په پوځ اعتراضونه لیکلي دي.

په دغو مظاهرو کې یو گډون کونکې جواد اقبال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل "د خوازه خیلې نه یو ناروغه ماشوم د منگلور په امنیتې پوستې د اوږد قطار د وجې روغتون ته په وخت د نه رسیدلو له کبله مړ شو. مونږ وایو چې پدې امنیتې پوستو دې د ناروغانو، ښځو او ضعیفانو لپاره انتظامات سم شي."

په سوات کې د احتجاج پیلیدو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د دغې په ملاتړ هغو کسانو ټویټونه وکړل چې د اسلام اباد احتجاج یې تنظیم کړې و.

منظور احمد پښتون په خپل فیس بک ولیکل چې په وزیرستان کې دی او سوات ته رسیدل ممکن ندی خو د دغې احتجاج ملاتړ کوي.

ثنا اعجاز جې د اسلام اباد په مظاهره کې یې گډون کړی، د سوات د احتجاج ملاتړ څرگند کړ. هغې په خپل ټویټر لیکلي

جواد اقبال وویل چې مونږ نه یواځې په سوات کې د امنیتي پوستو په ضد خو په اسلام اباد کې د پښتنو د لاریون په ملاتړ راوتلې یو او دا هم غواړو چې د هغو لادرکه کسانو په هکله دې معلومات راکړلې شي چې د لسو کلونو نه یې هیڅ خبر نشته.

هغه وویل " د څلورو زرو نه زیات کسان لادرکه دي. مونږ غواړو چې د هغوي په هکله خبر شو. خلک اندیښمن دي او غواړي چې د دغو لادرکه شوو کسانو کورنیو ته د هغو په هکله معلومات ورکړل شي."

یو بل گډونکونکي په ټویټر لیکلي چې د سوات خلکو په دغه سیمه کې د پوځ د عملیاتو هرکلې کړی و خو اوس پښیمانه دي.

په سوات کې پوځ د هغې نه وخت راهېسې میشت دی چې د فضل الله په مشرۍ کې طالبانو په ٢٠٠٧ کال کې د هغه وخت د ولسمشر جنرال مشرف په ضد د جهاد اعلان وکړ. د پاکستان پوځ د طالبانو په ضد د عملیاتو لپاره سوات ته راغلل او په ٢٠٠٩ کال کې یې لوی عملیات وکړل چې یې دری ملیونه سواتیان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل.

شاوخوا لس کاله کیږي چې سوات ته د تگ په ټولو لارو امنیتې پوستې جوړې شویدي او سوات ته تلونکي سپرلۍ د ملاکنډ نه منگوره ښار ته د رسیدو پورې څلور ځله تلاشي کیږي.

د پاکستان او یا هم د پښتونخوا حکومت د سوات مظاهرو ته تر اوسه پورې غبرگون ندی ښودلی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG