د لاس رسي وړ اتصالات

اتیا فیصده افغانان به چټک انټرنټ ته لاسرسی پیدا کړي


د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې " اترا" اعلان وکړ، چې د لارې د پنځه کلنې نقشې پر اساس په پام کې لري، چې تر ۲۰۲۳ میلادي کاله پورې، اتیا فیصده افغانانو ته چټک انټرنټ برابر کړي.

د دغې ادارې مشر نجیب الله عزیزي، چې د" مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي په برخه کې د نجونو ورځ" په ناسته کې خبرې کولې وویل افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لپاره د لارې پنځه کلنه نقشه تیر کال (۱۳۹۷) کې جوړه شوې ده.

هغه وویل"نوري فایبر شبکې سره نښلول د "اترا" ادارې لومړیتوبونه دي، چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې به په ټولو ولایتونو کې د 3G او 4G او په سترو ولایتونو کې به 5G خدمتونه د مخابراتي شبکو له لارې ټولو هیوادوالو ته وړاندې کړو...د دې نقشې له مخې به تر ۲۰۲۳ کاله پورې له ۸۰ فیصدو څخه ډیر هیواد وال په ښارونو، ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو کې عملا له انټرنټ څخه ګټه پورته کړي".

د ښاغلي عزیزي پر وینا له انټرنټ سره د افغانستان د پوهنتونونو، د ۳۰۰ ولسوالیو او د پنځه زره مکتبونو وصلول په راتلونکو څلورو کلونو کې د "اترا" له نورو برنامو څخه دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت شمیرې ښیي، چې افغانستان کې دا مهال نیږدې لس میلیونه وګړي انټرنټ ته لاسرسی لري.

خو خلک بیا د انټرنټ له ټیټ سرعت او په لوړه بیه د انټرنټ له پیریدلو څخه شکایت لري.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې پر دغې ستونزې نیوکې شوې وې او د "اترا چیرته ده" تر عنوان لاندې یو کمپاین هم پیل شوی وه.

په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو دغه کمپاین ته د ځواب ورکولو لپاره رسنیو ته حاضر شول او وې ویل، چې ټولې مخابراتي خدماتي چارې به په غور څاري.

XS
SM
MD
LG