د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې انتخابات د راتلونکي کال په دوبي کې کیږي


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، ویلي دي چې ټاکل شوې د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې د څلورو انتخاباتو – د غزني پارلماني انتخابات، ولایتي شوراګانو، ښاروالیو او ولسوالیو شوراګانو – څخه یو یې ترسره شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۱۹ اعلان وکړ چې دغه کمیسیون ددغو څلورو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره لازم تیاری نیولي دي.

ښاغلي صالح د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۹ (مرغومي ۳۰) په خپل فیسبوک لیکلي دي چې د ټولو انتخاباتو ترسره کول د افغانستان د حکومت هیله ده خو که لوژیستیکي ستونزې ددې کار مخه ډب نکړي هغوی به یواخې "یو یا دوه" انتخابات ترسره کړي.

د ښاغلي صالح په وینا هغه دنده لري چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په هکله د حوزو د ټاکلو رپوټ برابر کړي.

هغه همداشان لیکلي دي: "حوزه‌بندي د انتخاباتو یوه پیچلې او حساسه مسله ده، ځکه کیدای شي د ټولنې د یوې برخې یا څو برخو د تجرید او تقلیل حس رامنځ ته کړي. افغانستان د جوړښت له پلوه یو متنوع هیواد دی او د حوزو د ټاکلو په هکله د ټولنې د ټولو قشرونو او قومونو قناعت ترلاسه کول به اسان کار نوي."

ښاغلي صالح ټینګار کړی چې هغه د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ مسولیت په غاړه اخیستی چې وګوري دغه بسنټونه د رانلونکو انتخاباتو په اړه د افغانستان د حکومت سره څه مرسته کولای شي.

خو ښاغلي صالح نده روښانه کړې چې کوم انتخابات به په راتلونکي دوبي کې وشي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون د معلوماتو په اساس د غزني ولایت د انتخاباتو ترسره کول ۱۹ میلیون ډالر او نور انتخابات کول ۸۰ میلیون ؤالر لګښت ته اړتیا لري.

کمیسیون د افغانستان له حکړمت نه غوښتي چې ددغو انتخابانو بودجه برابره کړي او د امنیت د نیولو لپاره بشپړه تیاري ونیسي.

د افغانستان پارلماني انتخابات د څو کاله ځنډ وروسته د ۱۳۹۷ کال د تلې په میاشت کې وشول، خو دغه انتخابات د غزني په ولایت کې د سیاسي اختلافونو او رامنځ ته شویو ناامنیو په وجه ونه شول.

همداشان ټاکل شوې وه چې د غزني ولایت پارلماني انتخابات او درې نور انتخابات د جمهوري ریاست د انتخاباتو سره جوخت وشي، خو د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون د هغه په ترسره کولو بریالی نشو.

XS
SM
MD
LG