د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچۍ کې پوځ زمونږ ملاتړې ځوروي - پښتون تحفظ تحریک


په کراچۍ کې د پوځ یوې ډلې چې رینجرز نومیږي، د پښتون تحفظ تحریک ځینې غړي نیولې دي او ځینو ته بیا گواښونه کیږي چې احتجاج ته نه ورځي.

د پښتون تحفظ تح‏ریک یو مشر محسن داوړ د سه شنبې په ماښام ټویټ وکړ چې د دغه تحریک دوه مخکښ غړي په کراچۍ کې پوځ نیولي دي.

محسن داوړ په خپل ټویټر ادعا کړې چې د پاکستان پوځ تر خپله وسه کوښښ کوي چې خلک د پښتون ژغورنې تحریک په غونډې کې د گډون نه منع کړي.

امریکا غږ ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې تراوسه پورې یې څومره ملگري نیول شویدي، محسن داوړ وویل چې هغه د دوو ورځو نه په کراچۍ کې د شنبې د ورځې د احتجاج د تیاریو لپاره د ځینو ملگرو سره ملاقاتونه کوي.

هغه زیاته کړه "د پاکستان پوځ (رینجرز) د هغوي د یو ملگري امان خټک په کور چاپه واچوله او هغوي ته یې وویل چې ورسره لاړ شي. د پاکستان پوځ بیا وروسته امان خټک او څو نور ملگري د څو ساعتونو نه وروسته ازاد کړل." هغه زیاته کړه چې تراوسه پورې یې لس دولس تنه ملگري دغه ډول نیول شوی او بیا پریښودل شویدي.

محسن وویل چې د کراچۍ ملگرو ته یې گواښونه کیږي چې په احتجاجي غونډه کې گډون ونه کړي خو هغه وویل "د کراچۍ غونډه به د دغه ښار په تاریخ کې د پښتنو د ټولو نه لویه غونډه وي."

دا لمړنې ځل ندی چې د پښتون ژغورنې د تح‏ریک د احتجاجي غونډو نه مخکې او یا وروسته د هغوي ملگري نیول کیږي. د لاهور پولیسو د تحریک مشران چې پکې عصمت شاهجهان او علي وزیر شامل دي، هم د لسگونو نورو ملگرو سره یو ځای نیولي و.

د یادونې وړ ده چې په کراچۍ کې د امنیت د حالت د ښه کولو په هدف په دغه ښار کې د تیرو څو کلونو راهیسې رینجرز عملیات کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG