د لاس رسي وړ اتصالات

پښتین: 'پښتون وژنه د بابړې له پېښې راهیسې پیل شوې'


له نن څخه اویا کاله دمخه د اگست په دولسمه نیټه د قیوم خان حکومت په بابړه کې په ٦٠٠ پښتونو باندې د ډزو امر وکړ.
له نن څخه اویا کاله دمخه د اگست په دولسمه نیټه د قیوم خان حکومت په بابړه کې په ٦٠٠ پښتونو باندې د ډزو امر وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه چې سلګونو کسانو پکې ګډون وکړ د یاد غورځنګ د مشرانو د ویناګانو څخه وروسته پای ته ورسېده.

دغه غورځنگ وایي دا لاریون یې د اویا کاله پخوا د سلگونو پښتنو د وژنې د یاد لمانځنې لپاره ترسره کړې.

په غونډه کې د غورځنگ مشر منظور پښتین وویل چې د کال د ١٩۴٨م د اگست په دولسمه نیټه د پاکستان د خپلواکۍ نه یو کال وروسته په بابړه کې څه د پاسه ٦٠٠ خدایي خدمتگاران په یوه ورځ ووژل شول او څه پاسه ١٨٠٠ نور ټپیان شول.

منظور پښتین زیاته کړې چې د پاکستان پوځ د هر مړي په سر ٥٠ کلدارې اخیستې چې بیرته یې خپلوانو ته وسپاري.

د منظور په وینا اوس هم د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په هغه هیواد کې د میشتو پښتنو سره ورته چلند کوي.

د صوابۍ جلسه په دې هم د پام وړ ده چې د پاکستان د ملي اسمبلۍ دوه نوي منتخب استازي علي وزیر او محسن داوړ هم پکې ګډون کړې و. دواړه مشران له پښتون ژغورنې غورځنگ سره له پخوا ملګري دي.

ځیني گډونوال وایي د بابړې د پیښې د غندلو لپاره ډیر پخوا باید دا ډول لاریون شوای وای خو په دې جلسه کې د عبدالسلیم په نوم د بلوچستان څخه راغلی یو گډونوال وایي "دیر اید درست اید"

د صوابۍ په جلسه کې د پښتون ژغورنې یو شمیر فعالې غړې ثنا اعجاز، گلالۍ اسماعیل، وړانګه لوڼۍ برخه اخیستې وه. په جلسه کې د پښتون ژغورنې مشران خپلې پخوانۍ غوښتنې یو ځل بیا تکرار کړې.

دوی بیا هم د ورکو پښتنو پوښتنه وکړه، په وزیرستان کې د ماینونو د پاکولو، له محکمې پرته د وژنو درولو او د پلټنو، د نقیب الله مسود په قتل تورن پولیس افسر راو انور ته د سزا ورکولو، په قبایلي سیمو کې پر امنیتي پوستو د خلکو د ځورونې د ختمولو او د یاد غورځنګ د یو فعال حیات پریغال د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان پوځ وایي چې د چيک پوسټونو کمول يا زياتول پر امنيتي حالاتو پورې اړه لري. دوی په ځېنو ځايونو کې امنيتي چارې ځايي ملکي انتظاميې او پوليسو ته سپارلي دي. پوځ وايي، په وزیرستان کې یې د ماینونو پاکولو بهیر ته دوام ورکړی دی.

همداراز د ورکو کسانو په اړه حکومت يو کمیسیون جوړ کړی خو د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې دغه کمیسیون واک او اختیار نلري.

XS
SM
MD
LG