د لاس رسي وړ اتصالات

​پي ټي ام: د منظور پښتین ضمانت شوی خو حکومت بیا هم بند کې ساتلی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د فبرورۍ په ١٦ په دیره اسماعیل خان کې په یوه ستره غونډه کې له حکومت څخه وغوښتل چې منظور پښتین دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د رپوټونو له مخې دا غونډه د ډېره اسماعیل خان په رته کلاچۍ میدان کې وه چې د علي وزیر، محسن داوړ، ډاکټر سیدعالم مسود، افراسیاب خټک، بشرا ګوهر، جمیلې ګیلاني، ثنا اعجاز او عارف وزیر په گډون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او یو شمیر پښتنو سیاستوالو ګډون کړی و.

د مشال راډیو د رپوټ له مخې بشرا ګوهر او عارف وزیر جلسې ته د وینا پر وختوویل، په داسې حال کې چې د منظور پښتین ضمانت شوی اوس د هغه په بند کې ساتل غیرقانوني دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د خپلو ملګرو د راخوشي کولو، د محکمې له پرېکړو پرته د وژنو د مخنیوی او د پښتنو په سیمو کې د ماینونو پاکولو غوښتنې وکړې.

دا پداسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت وايي چې د محکمې له پرېکړو پرته د وژنو مخنیوي، د بېدرکه کسانو د موندنې او د ماینونو پاکولو لپاره یې هڅې پیل کړي.

د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړي او دپي ټي ایم د غورځنګ مخکښ محسن داوړ وویل: "تر څو چې دا غورځنګ ژوندی وي، ستاسو [حکومت] مخې ته به ډهال جوړيږي. "

XS
SM
MD
LG