د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین: پولیسو مو ملګري نیولي خو د لاهور غونډه به کیږي


د پنجاب پولیسو د شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې تحریک ځینې مشران چې پکې علي وزیر، عصمت شاهجهان او بلال مندوخیل شامل دي، د ملگرو سره په یوې چاپې کې نیولې.​

د تحریک مشر محسن داوړ د ملگرو د نیول کیدو خبر پخپل ټویټر کې خپور کړی.

د پښتون تحریک مشرانو اعلان کړی و چې د اپریل په ٢٢ (یکشنیه) لاهور کې احتجاجي غونډه کوي. د شنبې په ورځ د پنجاب پولیسو د غونډې د اجازې ورکولو نه انکار وکړ خو د پښتون تحریک مشرانو اعلان وکړ چې غونډه به د اجازې نه بغیر هم وکړي.

د تحریک مشر محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې تراوسه پورې چې هغوي څومره هم غونډې کړیدي د زیاترو ورته اجازه نده ورکړل شوې.

په ټولنیزو رسنیو چټک غبرگون

د پښتون تحریک د مشرانو د نیول کیدو د خبر د خپریدو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرگون ښودل پیل شویدي.

د لاهور سره تعلق لرونکي رافع په خپل ټویټر لیکلي چې د سوله ایزو احتجاج کونکو نیول به خرابې پایلې ولري.

هدغه شان د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال محمد تقي د پنجاب وزیراعلی شهباز شریف ته په خپل ټویټر لیکلي "د پښتون ژغورنې تحریک مشران پریږدئ. هغوي ته د سوله ایز احتجاج اجازه ورکړئ. علي وزیر او عصمت شاهجهان د باجوه نه زیات وطنپال دي."

د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور پښتین بیا د خپلو ملگرو د نیول کیدو وروسته د خپلو پلویانو غوښتي چې تکړه ووسئ، احتجاج به په خپل وخت کیږي.

منظور پښتین د خپلو ملگرو د نیول کیدو نه وروسته د فیس بوک د لارې غږ کړی چې احتجاج به "خامخا کوو". پښتین پخپلو خبرو کې همدرانګه وویل چې "مونږ قبایلي خلک یو، مونږ چیرته احتجاج نه و کړی، زمونږ طریقه بدله وه، خو اوس مونږ د پرامنه احتجاج لاره غوره کړیده او هم دغې ته به دوام ورکوو."

پښتین وویل چې مونږ مذاکرات غوښتل خو اوس د مذاکرتو وړاندیز لغوه کوو. هغه وویل د نړۍ د ټولو پښتنو نه غواړم چې یو ځاې شي او سبا یې ملاتړ وکړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

    @NazranaYusufzai
    https://twitter.com/NazranaYusufzai

XS
SM
MD
LG