د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستان تروریزم ضد پولیسو نیولي و


علي وزیر وایي د پنجاب د پولیسو رویه ورسره ښه نه وه.
علي وزیر وایي د پنجاب د پولیسو رویه ورسره ښه نه وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې مشران چې د پنجاب په ایالت کې پولیسو نیولي و، وایي چې د هغوي د نیولو لپاره د پاکستان د تروریزم ضد پولیس ورغلي و چې په وسلو ښه پوره سمبال و.

د ژغورنې یوه غړې میرمن عصمت شاه جهان وایي پولیسو د غورځنګ د بل غړي علي وزیر په سر ټوپک ایښی و او په زور یې تهاڼې ته یوړ. پخپله علي وزیر وویل چې د جګپوړو پولیسو چارواکو رویه ورسره ښه نه وه.

د غورځنګ درې واړو مشرانو چې د پنجاب پولیسو نیولې و، تر خوشې کیدو وروسته یې وویل چې پولیسو غوښتل د فشار د لارې پرې دا ومني چې ګواکې هغوي د نورو هیوادونو لپاره کار کوي.

ښاغلي وزیر وویل چې د پنجاب پولیسو د څو هیوادونو نومونه هم یاد کړل چې ګڼې د دوي تر شا ولاړ دي او د دوي د هغوي په لمسون کا رکوي. ښاغلي وزیر د دې هیوادونو نوم وانه خیسته.

د غورځنګ خوشې شویو غړیو همدارنګه وویل د پنجاب پولیسو ورته ویل پاکستاني مطبوعات ځکه د هغوي د غورځنګ راپورونه نه ورکوي چې "تاسو سم خلک نه یاست".

د غورځنګ مشرانو ټینګار کړی چې د فشارونو او ګواښونو باوجود به په لاهور کې احتجاجي غونډه کوي. هغوي د پښتنو تر څنګ د پاکستان په نورو قومونو هم غږ وکړ چې په غوڼدې کې ورسره برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG