د لاس رسي وړ اتصالات

پښتون تح‏ریک: په حیات خان د بیان د بدلولو لپاره فشار اچول کیږي


د پښتون تحفظ تح‏ریک تور لگوي چې د پاکستان پوځي چارواکي په هغه ماشوم حیات خان چې څو ورځې مخکې یې په پوځ تور لگولی دی چې کور ته یې راننوځي، د بیان د بدلولو لپاره فشار اچوي

د پاکستان په پارلمان کې وزیرستان استاځي او د تح‏ریک یو اساس ایښودونکي غړي محسن داوړ په خپل ټویټر ولیکل

"د پاکستان پوځي چارواکي په حیات خان او د هغه په کورنۍ فشار اچوي چې هغوي خپل بیان بدل کړي. هغوي ته د ډیرو پیسو وړاندیز هم شویدی چې هغوي یې د قبلولو نه انکار کړیدی. باور مې نه کیده چې د خپل کار لپاره به څوک دومره ځان سپک کړي."

د وزیرستان د خیسور د سیمې د دغه ماشوم د ویډیو د خپریدو نه وروسته د پي ټي ایم مشران د یو احتجاجي لاریون سره دغه سیمې ته ورغلل او دغه پیښه یې په سختو الفاظو وغندله.

د خیبر نیوز خبریال حسن خان د نورو ملگرو سره خیسور ته د سفر نه وروسته دغه خبري چینل ته وویل چې د خیسور خلک ډیر سخت ځبل شویدي. هغه وویل "دومره ویره به په کشمیر او فلسطين کې هم د چا په څیرو ونه لیدل شي څومره چې د وزیرستان د خلکو پر مخونو وه."

د پاکستان پوځ دغو تورونو ته ځواب ندی ویلی خو په پاکستان کې په رسنیو کې د پي ټي ایم په اړه په هیڅ ډول خبرونو خپریدو بندیز دی.

XS
SM
MD
LG