د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د ګوزڼ ضد واکسين په اړه عامه پوهاوی په ډېرېدو دی


دا مهال د خوست په عليشېر او ګربزو ولسواليو کې د پولیو په اړه د عامه پوهاوي مسوولين فعاليت لري
دا مهال د خوست په عليشېر او ګربزو ولسواليو کې د پولیو په اړه د عامه پوهاوي مسوولين فعاليت لري

د ګربزو ولسوالۍ د بانګي باغ سيمې اوسېدونکي محمد ولي خپلو دوو ماشومانو ته، چې د کمپاين په لومړيو دريو ورځو کې له واکسين پاتې شوي وو، د کمپاين په پنځمه يعنې د جمعې په ورځ د ګوزڼ ضد واکسين ورکړل.

محمد ولي پر ځان لازمه ګڼي، چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي په خاطر د ښې روزنې ترڅنګ په روغتيايي لحاظ هم د هغوی سالمه پالنه او روزنه وکړي.

محمد ولي وويل "دوه زامن مې له واکسين پاتې شوي وو، ماما ګانو کره تللي وو. دا واکسين د ګوزڼ مخه نيسي. که ماشومان له دې واکسين څخه محروم شي، بيا خو څرګنده خبره ده چې ګوزڼ به يې وهي."

د روغتيايي مسوولينو په وينا په ټوليز ډول افغانستان کې د ناامنۍ ترڅنګ ځينې وخت خلک خپل ماشومان له دې کبله د ګوزڼ ضد واکسين څخه پټ ساتي، چې ددې ناروغۍ د خطر په اړه پوره معلومات نه لري.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ يو تن مبليغ ميرويس، چې له صحي رضاکارانو سره د بانګي باغ په سيمه کې کور په کور د عامه پوهاوي مسووليت لري، وايي، چې د عامه پوهاوي له کبله د خلکو همکاري زياته شوې ده.

ميرويس وويل "هر کمپاين کې خلک خپل ماشومانو کورونو کې ساتي، که کوم ماشوما غيرحاضر و، بيا يې د دوباره ورتلو پرمهال کور کې راته ساتي. خلک له موږ سره ډېره همکاري کوي."

د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي شروف خان وايي، زياتره خلک د رسنيو، ديني علماوو او د مبليغينو له لارې پوهېدلي دي، چې پوليو يا د ماشومانو د فلج مخنيوی يواځې د واکسين په وسيله ممکن دی.

شروف خان وويل "هر چا ته معلومات شوي دي چې واکسين ګټه لري او زيان نه لري. زموږ په سيمه کې انکاري کورنۍ نشته، هر سړی په ډېرې علاقې سره خپل ماشومان واکسينوي."

دا مهال د خوست په عليشېر او ګربزو ولسواليو کې د عامه پوهاوي مسوولين فعاليت لري، د عامه پوهاوي ولايتي مسوولين وايي، د پوليو په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو لپاره اړينه بلل کېږي، چې په نورو سيمو کې هم مبلغين ولري.

پوليو يا ګوزڼ ساري ناروغي ده، چې د ماشومانو د دايمي فلج لامل ګرځي. د روغتياپالانو په وينا د مخنيوي يواځنۍ وسيله يې هر ماشوم ته د هرکمپاين پرمهال دوه څاڅکي واکسين ورکول دي.

XS
SM
MD
LG