د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې د مخدره موادو ۲۱ قاچاقبرانو ته سزا واوروله


د افغانستان د مسکراتو اونشه یي توکو پر ضد د مبارزی عدلی اوقضایی مرکز وايي، چې په تیره یوه اونۍ کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو په خپلو علنی غونډو کې د مخدره موادو د ۱۶ فضیو په تړاو ۲۱ تنو ته د حبس د مختلفو مودو سزا اورولې ده.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد مؤحد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې دغو کسانو ته له ۱۳ میاشتو څخه نیولې تر ۵ کلونو د حبس سزا اورول شوې ده.

د ښاغلي مؤحد پر وینا، د مخدره موادو دغه قاچاقبران د مسکراتو او نشه‌یي توکو سره دمبارزی پولیسو لخوا د څه باندې ۱۳ کیلوګرامه هیروئین، څه باندی ۱۲ کیلوګرامه اپین، ۲۰۹ کیلوګرامه چرس او دغه راز، ۵۵ لیتره استیک انهایدارید د قاچاق په تړاو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې نیول شوي او دوسیې یې د عدلی او قضایی څیړونو لپاره دغه مرکز ته استول شوي دي.

ښاغلي مؤحد دغه راز وویل، چې په یوه اونۍ کې له مخدراتو سره د مبارزې پولیسو او نورو کشفي او امنیتي ارګانونو د مسکراتو او نشه‌یي توکو د قاچاق په ۲۱ قضیو کې ۲۸ تنه ښکیل کسان نیولي او له اړوندو دوسیو سره یې د مسکراتو او مخدره موادو پرضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته سپارلي دي.

هغه زیاته کړه، چې په نیول شویو کسانو کې پنځه تنه هغه قاچاقبران هم شامل دي، چې غوښتل یې په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه هندوستان ته هیروئین قاچاق کړي. ښاغلي مؤحد وویل، چې پاتې قاچاقبران په ننگرهار، نمیروز، پروان، خوست، بدخشان، تخار او هرات ولایتونو کې نیول شوي دي.

د ښاغلي مؤحد پر وینا، له نیول شویو کسانو څخه په ټولیز ډول نږدې ۲۵ کیلوګرامه هیروئین،۱۲۰۰ کیلوګرامه مورفین، ۹۷ کیلوګرامه اپین، څه باندی ۱۶۰۰۰ کیلوګرامه چرس، ۷۲ ګرامه شیشه او ۳۷ نشه‌يي ټابلیټونه ترلاسه کړي دي.

دغه راز ښاغلي مؤحد وویل، چې پولیسو له دغو کسانو څخه ۱۰۵۰ کیلوګرامه کیمیاوي مواد، یوه اندازه نغدې پیسې، د ګرځنډه ټیلیفون سیټونه او وسایط هم ضبط کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې پولیسو په دې موده کې د هیروئینو د تولید یوه فابریکه هم له منځه وړې ده.

XS
SM
MD
LG