د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین، بایډن ته د مبارکۍ پیغام استولی


د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو څخه پوره شپږ اونۍ وروسته د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین جو بایډن ته د امریکا د منتخب جمهور رئیس په توګه مبارکي وویله.

ښاغلي پوتین یوه ورځ وروسته له هغې جو بایډن ته د مبارکۍ پیغام واستوه چې الکتورال کالج د نومبر د درېیمې نیټې په انتخاباتو کې د ښاغلي بایډن بریالیتوب په رسمي توګه تائید کړ.

کرملین د سه شنبې په ورځ دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۵) د یو بیان په خپرولو سره وویل: "پوتین [د امریکا] منتخب جمهور رئیس ته د هر ډول بریا هیله وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې روسیه او د امریکا متحده ایالات چې د نؤۍ د ثبات او امنیت په هکله ځانګړی مسولیت په غاړه لري، د خپلمنځي مخالفتونو سره سره اوس وکړای شي د نړۍ په وړاندې د زیات شمیر موجودو مشکلاتو او ننګونو د حل لپاره اسانتیاوی رامنځ ته کړي."

د کرملین په اعلامیه کې د ښاغلي پوتین له قوله ویل شوي دي: "د روسیې-امریکا همکاري به د برابرۍ او متقابل احترام د اوصولو پر مبنا د دواړو هیوادونو او د ټولې نړیوالې ټولنې علایق ترلاسه کړي...د خپل اړخه له تاسې سره تعامل او تماس ته تیار یم."

د الکتورل کالج، رای ورکونې سږکال د زیاتو خلکو پام ځانته اړولی دی، ځکه جمهور رئیس دونالد ټرمپ د نومبر د درېیمې نیټې په انتخاباتو کې خپله ماتې او د جو بایډن بریا نده منلې او د شواهدو او مدارکو له وړاندې کولو پرته یې ادعا کړې چې په انتخاباتو کې د بتیډن په ګټه درغلۍ شوې دي.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروسته امریکایي رسنیو د رایو د شمیرنې په اساس جو بایډن د انتخاباتو ګټونکی وګاڼه، روسیې اعلان وکړ چې تر رسمي تائید پورې د انتخاباتو په هکله د نظر ورکولو نه ډډه کوي.

د الکتورال کالج له لورې د ښاغلي بایډن د بریا له تائید وروسته په سنا کې د جمهوري غوښونکي ګوند د مشر سناتور مچ مک‌کانل او سناتور لندسي ګرام په ګډون چې د ښاغلي ټرمپ سرسخت ملاتړی دی یو شمیر جمهوري غوښتونکو د جو بایډن د بریا مبارکي ویلې ده.

XS
SM
MD
LG